د لاس رسي وړ اتصالات

هندي پوځیانو کشمیر کې پنځه شکمن اورپکي وژلي


د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د اروپکو له خوا د پنځو هندي پوځیانو له وژل کیدو یوه ورځ وروسته، د هند پوځ نن سه شنبې اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۰) ویلي دي چې په دوو نښتو کې یې پنځه اورپکي وژلي دي.

پولیس وایي لومړۍ نښته د شوپین ناحیې په امام صاحب سیمه کې د پوځيانو او د ترهګرۍ ضد پولیسو له عملیاتو وروسته رامنځ ته شوه.

د پولیسو په وینا، هغوی سیمه د دوشنبې ناوخته محاصره کړه او کله چې اورپکو له تسلیمیدو ډډه وکړه، جګړه رامنځ ته شوه او په نتیجه کې درې اوپکي د سه شنبې په سهار ووژل شول.

د سیمې اوسیدونکي وایي پوځیانو د جګړې پرمهال د چاودیدونکو توکو په واسطه د یوه ملکي وګړي کور والوزاوه، هغه څه چې په کشمیر کې د هندي ځواکونو یو عام تخنیک شمیرل کیږي.

د هندي پولیسو په وینا د سه شنبې په ورځ په یوې بله پيښه کې دوه شکمن اورپکي د کشمیر د فیري پورا په کلي کې د ترهګرۍ ضد ځواکونو له خوا د مڼو په یوه بڼ کې ووژل شول.

د دوشنبې په ورځ پنځه هندي سرتیري د کشمیر د جنوب په سورانکوټې سیمه کې په یوې نښته کې چې د روان کال په ترځ کې تر ټولو خونړۍ جګړه بلل کیږي، ووژل شول. د هند د پوځ یوه وینا دیویندر انند ویلي دي چې پوځیانو د سه شنبې په ورځ هم د پلټنې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې تاوتخریوالي په داسې حال کې زیاتیږي چې د هند دولتي ځواکونو تیره اوونۍ د سیمې په اصلي ښار سرینګر کې د هدفي وژنو وروسته، ځپونکي عملیات پیل کړل. پولیسو څه باندې ۷۰۰ شکمن کسان د پوښتنو ګرویږونو په هدف نیولي‌ دي.

د هدفي وژنو په ترځ کې د هند په شرقي ایالت بیهار کې وتلي هندي کشمیری کیمیاه پوه، د هندوانو او هکهانو د ښوونځي دوه ښوونکي او د سړک د سر د خوړو یو هندی پلورنکی په ډزو ووژل شول.

پولیسو په یوې بیانیه کې ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ یو وژل شوی اورپکی هغه کس وو چې د سړک پر سړ د خوړو د پلورونکي په وژلو کې یې لاس درلود.

هند او پاکستان پر ویشل شوي کشمیر د مالکیت ادعا کوي.

اورپکي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې د نوې ډهلې د حاکمیت په وړاندې جګړه کوي. اکثریت مسلمان کشمیریان د یوې خپلواکې سیمې د رامنځ ته کیدو او یا هم د پاکستان تر ولکې لاندې ددغې سیمې د راوستلو لپاره د اروپکو له هدف څخه ملاتړ کوي.

هند ادعا کوي چې په کشمیر کې اورپکي د پاکستان د ترهګرۍ له ملاتړ څخه برخمن دي. پاکستان دا تورونه ردوي او اکثریت کشمیریان دا د آزادۍ یوه مشروع جګړه بولي. په دې سیمه کې په جګړو کې په لس ګونه زره ملکي افراد، اروپکي او حکومتي ځواکونه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG