د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د بېلتون غوښتونکو مشر سید علي ګیلاني د ۹۲ کلونو په عمر ساه ورکړه.
هغه چې د هند د حکومت په وړاندې د کشمیر د مقاومت یو نمونه بلل کېده د زړه ناروغۍ له امله نن پنجشنبه سپتمبر ۲ (وږي ۱۰) پخپل کور کې مړ شوی دی.
د اسوشېټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې چې ښاغلي په سرینګر سیمه کې په خپل کور کې ساه ورکړې ده.
ویل کیږي چې د نوموړي تر مړینې وروسته د پولیسو په ګډون امنیتي سرتیري سرینګر سیمې ته تللي تر څو د هغه د جنازې په مراسمو کې د هند حکومت ضد اعتراضاتو مخنیوی وکړي.
هغه د هند له سرسختو مخالفینو څخه و او له پاکستان سره د کشمیري د یو ځای کېدو غوښتونکی و.
ویل کیږي چې سید علي شاه ګیلاني نن پنجشنبه په حیدر پور سیمه کې له کومو ځانګړو مراسمو پرته تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د هغه د کورنۍ د غړو لخوا خاورو ته سپارل شوی دی.
د راپورنو له مخې د هغه د جنازې مراسمو کې د نوموړي دوو زامنو، نژدې ګاونډیانو او د سیمه ییز جومات ملا امام ګډون کړی و.
د پاکستان صدراعظم عمران او د هغه هیواد یو شمېر نورو چارواکو او سیاسینو د سید علي ګیلاني د مړینې په اړه اندېښنه ښودلې ده.