د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا: له پیلیزو رای شمیرنو نه ښکاري جوکو ویدودو بیا ولسمشرشي


 د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو (ښي اړخ ته) له انتخاباتي مرستیال معروف امین سره په جاکارتا کې په یوه تلویزیونی مباحثه کې خبری کوي. د اپریل، ١٣ – مه ٢٠١٩ کال.9.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو (ښي اړخ ته) له انتخاباتي مرستیال معروف امین سره په جاکارتا کې په یوه تلویزیونی مباحثه کې خبری کوي. د اپریل، ١٣ – مه ٢٠١٩ کال.9.

د اندونیزیا خلکو د چارشنبی په ورځ د جمهوری ریاست او پارلمانی انتخاباتو لپاره راېې واچولی .په سلو کې اتیا رای ورکوونکی د رایو حوزو ته حاضر شوي وو اوراېې ېې ورکړلی. په دغه هېواد کې ١٩٣ ملیونه خلک د رایو مستحق دي.

د چټکی رای شمیرنی نه داسی ښکاری چی جمهوررئیس جوکو ویدودو به د پنځو نورو کلونو لپاره جمهوررئیس وټاکل شي. پخوا ددغی مستقلی اداری چټکه رای شمیرنه دا عتبارو ړ وه. د جارشنبی د ورځی دانتخاباتو رسمی نتایج به د می په میاشت کی اعلان شی.

دا تیا فیصدو رایو پنځو سلنه د نمونې په توگه شمیرل شوی دي. په دې جمله کې جوکو ویدودو ٥٥ سلنه راېې گټلی دي.

په دغو انتخاباتو کې ٢۴٥ زره کاندیدانو برخه اخیستی وه. داندونیزیا انتخاباتو په نړۍ کې دیوې ورځ تر ټولو ستر انتخابات گڼل شویدی. په انتخاباتی مبارزوکې تر ټولو ستره مسله په دې هېواد کې داقتصاد مسله وه ، بله مسله پکې داوه چې د محافظه کارو مسلمانانو نفوذ پکې مخه په پراخیدو دی.

په نړۍ کې د ستراسلامي هېواد ټاکنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

معروف امین دینی عالم دی او له برحآل جمهوررئیس جوکوویدودو سره ېې په انتخاباتو کې د مرستیال په توگه برخه واخیستله. ښاغلی ویدودو پخوا د فرنیچرو تجارو او ترهغې وروسته د یوه کوچني ښار د ښاروال په توگه ټاکل شوی و.

د جوکو ویدودو د انتخاباتی بری یو ستر دلیل داښود ل شویدی چی داندونیزیا زیربنایی داقتصاد لپاره پیاوړې کړله او فقر اونیستی ېې ترډ یره پور ې کمه کړله.

د ویدودو د انتخاباتی سیال پخوانی جنرال پرابو سوبیانتو سره ساندیاگو اونو، د مرستیال په توگه په انتخاباتو کې برخه اخیستی وه، نوموړی له سخت دریځو اسلامی ډلو سره تړاو لری.

اندونیزیا په نړۍ کې په هغو هېوادونو کې شمیرل کېږی چی اکثریت نفوس پکې د مسلمانانو دی.

د جارشنبی دورځې انتخابات ډیرپیچلی وو ځکه رایو ورکوونکی پنځه پانې لرلی چی جمهوررئیس او مرستیال او د پارلمان غړیوتهراېی ورکړی . غیررسمی او چټکه رای شمیرنه چی دوه ساعته وروسته له رایو نه اعلان شوله داڅرگندوی چی جوکوویددو ترنورو کاندیدانو مخکی دی. خو رسمی نتیجه به د می په میاشت کې معلومه شی.

XS
SM
MD
LG