د لاس رسي وړ اتصالات

پنټاګون افغانستان ته د ۳.۱ میلیارد ډالرو په حساب کې ستونزه لري


افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش اداره په تازه رپوټ کې وایي پنتاگون نشي کولای چې د ٣،١ میلیارډ ډالرو سمه پته معلومه کړي چې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

دغه څارونکې اداره وایي پنتاگون پدې کې پاته راغلی دی چې په مناسبه توگه د هغو ٩٥٠٠٠ زرو موټرو درک معلوم کړي چې افغان ځواکونو ته یې ورکړي دي. همداشان ددغو موټرو د پطرولو او نورو ضروریاتو لپاره د میلیونونو ورکړل شویو ډالرو درک هم نشي معلومولای چې پدې لار کې یې مصرف کړي دي.

په افغانستان کې د امنیت د انتقال مشترکه قومانداني یا CSTC-A دغه ٣،١ میلیارډ ډالر د ٢٠١۴ نه تر ٢٠١٧ پورې د افغان پوځ او ملي پولیسو سره د مرستې لپاره لگولي دي او اوس د ٣،١ میلیارډ ډالرو سم حساب نشي ورکولای.

رپوټ وایي "د CSTC-A یا د امنیت د انتقال قواندانۍ چارواکو د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته ددغو مستقیمو مرستو مدیریت او څارنه په سمه توگه نده کړې." دغه قومانداني د افغانستان پوځ او ملي پولیسو سره مرسته کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش رپوټ زیاتوي چې د حساب کتاب نشتون افغانستان ته مرسته شوې پیسې د "تزویر، ورکیدو او سؤاستفادې" له خطر سره مخامخ کوي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د امریکا د مستقیمو مرستو د تنظیم او څارنې هدف ددغو وزارتونو د ظرفیتونو د لوړولو او موثریت زیاتوالی گڼل شوی دی چې افغان ملي ځواکونه په مسلکي او او پر ځان متکي عمل وکړي.

په افغانستان کې د امنیت د انتقال گډه قومانداني چې د افغان ځواکونو د زده کړو او تمویل چارې پرمخ بیایي وایي که په کار کې کومه نیمگړتیا وي عمده دلیلونه یې "د منسوبینو کمښت او امنیتي اندیښنې" دي. خو د امریکا د دفاع وزارت سرمفتیش وایي چې په سیستم کې هم نیمگړتیاوی موجودې وې.

د افغانستان حکومت د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره لا هم په امریکا تکیه لري ځکه چې امریکایي مقاماتو په پوره اندازه د زده کړو زمینه نده برابره کړې.

په افغانستان کې د امنیت د انتقال د گډې قوماندانۍ د کړنو د څارنې د پلټنو په لړ کې د ٢٠١٥ نه راپدیخوا دا تم او وروستنی رپوټ دی چې د امریکا د دفاع وزارت سرمفتیش یې خپروي.

په تیرو رپوټونو کې هم د پنتاگون سرمفتش په افغانستان کې د امنیت د انتقال د گډې قوماندانۍ یو لړ مسایل په ډاگه کړي وو چې په هغو کې د ٧٠٠ میلیون ډالرو حساب کتاب نشتوالی شامل و چې دغې قوماندانۍ د ۲۰۱۵ – ۲۰۱۷ کلونو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونو ته ورکړې وې.

XS
SM
MD
LG