د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د وینې د ناسم ګروپ کارونې له امله د سرتیرو د مړینې راپور ناسم دی


د افغانستان د دفاع وزارت د وینې د ناسم ګروپ د کارونې له امله د افغان سرتیرو د مړینې په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر (سیګار) وروستی راپور ناسم بللی دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش دفتر (سیګار) په یو تازه راپور کې ویلي، چې یو شمیر افغان سرتیري له دې له امله مړه شوي، چې وینې ته د اړتیا پر وخت د وینې ناسم ګروپ ورته ترزیق شوی دی.​

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې په پوځ کې شاملو افغان سرتیرو د وینې د ګروپ معلومول په دغه وزارت کې د یو اصل په توګه پیژندل کیږي او هغه نوي سرتیري، چې د وینې ګروپ یې معلوم شوی نه وي، حتی ورته د پیژندګلوۍ کارت هم نه صادریږي.

جنرال وزیري وویل "د دفاع وزارت دا راپور ناسم ګڼي او دا زیاتوي، د دې له امله، چې د ضروري معایناتو بشپړیدل، په ځانګړي ډول د وینې د ګروپ تشخیص، د نشه یې توکو او زیاړي د ناروغۍ ټیست د اردو د تعلیمي مرکرونو په روغتیايي مرکزونو کې پرته له شک څخه یو اصل ګڼل کیږي او د دغه اصل د نه تطبیق او رعایتولو په صورت کې پوځ کې نوو شامل شوو منسوبینو ته د پیژندګلوۍ کارت هم نه ورکول کیږي".

جنرال وزیري وویل، چې ترانفزون یا د ویني تطبیق یو علمي مسلکي پروسیجر دی، چې دا کړنلاره دقیقآ په مافوق معالجوي پړاونو کې د طب د ډاکټرانو تر څارنې لاندې د فزیولوژیک ټیست څخه وروسته تطبیق او عملي کیږي.

سیګار په خپل یو تازه رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ (د حمل دوهمه) یې خپور کړی ویلي دي چې د افغان ملي پوځ د یو شمیر سرتیرو د وینې ګروپ یا اصلاً تر اوسه ندی ټاکل شوی او یا هم د سرتیرو د وینې د ګروپ ټاکل سم ندي تر سره شوي.

د سیګار د رپوټ پر اساس ‍دغه کار ددې سبب شوی تر څو هغه سرتیري چې په جګړه کې ټپي کیږي او وینې ته اړتیا ولري د وینې د ناسم ګروپ د ترزیق له کبله مړه کیږي.

سیګار ویلي دي چې ددغو افغان سرتیرو دققه شمیره نده څرګنده چې له دې وجې مړه شوي دي.

ددې رپوټ په بنسټ د افغانستان د دفاع وزارت د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په میاشت کې د تازه جلب او جذب شویو سرتیرو د وینې د معلومولو پروسه وځنډوله. د دفاع وزارت دغه تصمیم ددې سبب شو چې د ۱۵۴۰۰ سرتیرو د وینې ازمایښت چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ نه تر جولای پورې تازه استخدام شوي وو تر سره نشي.

د سرتیرو د وینې د ګروپ ازمایښت د ساري ناروغیو د تشخیص او د هغوی د وینې د ګروپ د معلومولو لپاره یوه جدي موضوع ده او د افغانستان د پوځ د فعالیتونو د دوام لپاره "ډیره جدي" ګڼل کیږي خو سیګار رپوټ ورکړی چې تر اوسه لږ تر لږه د ۹ فیصدو افغان سرتیرو د وینې ګروپ ندی تعین شوی.

پدې رپوټ کې راغلي دي له هغه ځایه چې د افغانستان د ملي پوځ د جلب او جذب قومانداني د سرتیر د وینې د نمونې د اخیستلو لپاره لازم وسایل او تجهیزات نه درلودل چې د تازه سرتیرو وینه معلومه کړي، نویو سرتیرو ته امر کیده چې وینه په خپله سیمه د محلي ډاکټر سره ازمایش کړي.

سیګار دا هم موندلي چې د ملي اردو تازه سرتیرو ته نه یواځې ددغه ازمایښت پیسې ندي ورکړل شوي بلکه په ځینو مواردو کې ډاکټرانو پرته له دې چې د تازه سرتیرو وینه معاینه کړي او نمونه یې واخلي د هغوی روغتیایي فورمې یې ډکې او بشپړه کړي دي.

د هغو افغان سرتیرو شمیر ندی څرګند چې د وینې د ناسم ګروپ د ترزیق په وجه مړه شوي
د هغو افغان سرتیرو شمیر ندی څرګند چې د وینې د ناسم ګروپ د ترزیق په وجه مړه شوي

سیګار د افغان ملي پوځ د سرتیرو د طبي معلوماتو او د وینې د ګروپ د ساتلو سیستم "ناسم او غیر قابل باور‍" ګڼلی ځکه ددغه بنسټ په وینا زیات شمیر هغه سرتیري چې پدې سیستم کې ثبت شوي د وینې ګروپ یې یو دی.

سیګار د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي پوځ د یو مقام په وینا لیکلي دي چې د ساري ناروغیو د تشخیص لپاره د نویو سرتیرو د وینې د ګروپ نه ازمایل او نمونه نه اخیستل ددې سبب شوي چې دغه سرتیري څو ځلې د یوې ناروغۍ په وړاندې واکسین شي او په نتیجه کې د ملي پوځ "د واکسینو محدودې منابع ضایع" شي.

سیګار په افغانستان کې د امنیت د انتقال له ګډې قوماندانۍ چې د افغان امنیتي ځواکونو د زده کړې او تجهیز مسولیت یې په غاړه دی غوښتي چې د افغانستان ملي پوځ سره د افغان سرتیرو د وینې د ازمایلو او د هغې د نتیجو د تایید په برخه کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG