د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو بریدګرو د بلوچستان ژوب ښار کې پر یو پوځي مرکز برید کړی


سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، چې د وسله والو بریدګرو یوې ډلې د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) د پاکستان د بلوچستان ایالت د ژوب په ښار کې د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو په یو مرکز برید کړی، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

سیمه ییزو امنیتي سرچینو خبریالانو ته د لومړنیو رپوټونو پراساس ویلي، چې په دغه نښته کې پنځه امنیتي منسوبین وژل شوي او نهه تنه نور د پنځه ملکي وګړو په ګډون ټپیان شوي دي.

همداشان په دې نښته کې درې بریدګر هم وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ تراوسه ددغې پیښې په اړه تبصره نه ده کړې. سیمه ییزو امنیتي سرچینو ویلي، چې په دغه مرکز باندې برید پای ته رسیدلی دی. خو دا رپوټ په خپلواک ډول نه دی تائید شوی.

د ژوب مرستيال کمشنر حافظ طارق امریکا غږ ته د نیمه پوځي ځواکونو پر مرکز باندې برید تائید کړی دی.

حافظ طارق ویلي، چې په دغه مرکز کې دننه د پاکستان پوځ او د نورو پوځي ادارو منسوبین په عملیات کې برخه لري او هم د ژوب په ښار کې په عملیاتو کې د مرستې لپاره پوليس او نور پوځي ځواکونه د تیارسئ په حالت کې راوستل شوي دي.

حافظ طارق ویلي، چې په عملیاتو کې د پوځي هیلکوپټرو څخه هم کار اخسيتل کیږي.

يو بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ډیوه ته ویلي: "دا پر پوځي مرکز لوی وسلوال بريد دی، چې پر ضد يې عمليات روان دي، شپږ پوځي سرتيري ټپي شوي او د څو تنو د مرګ اطلاع هم شته، دوه درې بريد ګر هم وژل شوي دي".

د ژوب د ملکي روغتون د چارواکو په وينا، پنځه ټيپان روغتون ته ور وړل شوي چې يوه ښځه او دوه ماشومان هم پکښې شامل دي.

د روغتون د چارواکو په وينا د ټپي شوې مېرمنې حالت له خطر سره مخ دی او هغه يې د نورې درملنې لپاره د کویټې ښار ته لېږلې ده.

تر اوسه ددغه برید مسولیت هیڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ژوب په ښار کې ځینو اوسېدونکو ویلي، چې نښته شاوخوا د سهار دوه نيمې بجې پیل شوه، چې د سهار تر پنځو بجو پورې یې دوام درلود او بیا په جګړه کې د لږ ساعت ځنډ وروسته د دواړو خواو ترمنځ بیا ډزې پیل شوې.

په ژوب کې پر دغه پوځي مرکز ددې برید دمخه د دغه ښار د شیراني په غرنۍ سیمه کې هم د روانې جولای د میاشتې په درییمه د پولیسو د تالاشۍ په یوه پوسته برید شوی و، چې په کې درې پولیس او "ایف سي" په نوم د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو سرتیری وژل شوي و.

په دغه برید کې د یو بریدګر د وژلو ادعا هم شوې وه. د شیراني د غرنۍ سیمې د برید مسولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی و.

همداشان د روان کال د مۍ د میاشتې په ۱۹ د ژوب د شیراني په سیمه کې د پاکستان د جماعت اسلامي د ګوند د مشر سراج الحق د موټرو په کاروان باندې ځانمرګی برید شوی و، چې په کې پنځه تنه ټپیان شوي و، خو د دغه ګوند مشر ته زیان نه و رسیدلی.

XS
SM
MD
LG