د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي برید او سخت دریځو سره نښته کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي 


د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ جولای ۶ (چنګاښ ۱۵) د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې له سخت دریځو سره په نښته او د ځانمرګي د موټربم په برید کې د پوځ د یو جګړن په کډون لږ تر لږه څلور پوځیان وژل شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ ناوخته په خیبر کې د "ترهګرو" د پټنځای پر ضد د "استخباراتي معلوماتو پر اساس" عملیات وکړل او وروسته په وسله واله نښته کې جګړن میا عبدالله شاه چې د عملیاتو مشري یې کوله، ووژل شو.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د پیښې په تړاو یې «درې ترهګر» نیولي دي. د پوځ د بیان له مخې دغه تاوتریخوالی په خیبر دره او شمالی وزیرستان کې شوی چې د خیبر پښتونخوا ایالت برخه ده.

تحریک طالبان پاکستان تائید کړې چې د دوی جنګیالي په نښه شوي دي. دغې ډلې خبریالانو ته د یو پیغام په استولو سره ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته په ځوابي بریدونو کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پوځ ویلي، دغه عملیات څو ساعته وروسته له هغه شوي چې یو ځانمرګي بریدګر د خپل موټر په وسیله یوه امنیتي پوسته په نښه کړه، چې لږترلږه درې پوځیان او یو لس کلن ماشوم په کې ووژل شول.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: "ځانمرګي بریدګر غوښتل چې د امنیتي ځواکونو پوسته په نښه کړي، خو د پوځیانو له خوا د ځانمرګي بریدګر په وړاندې په وخت مداخلې د لوی ناورین مخه ونیوله."

تر اوسه کومې ډلې د دغه ځانمرګي بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخيستى دی.

د راپورونو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو یاغي ډلو په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال له پیل تر اوسه په ځانمرګو بریدونو او له سخت دریځو سره په نښتو کې تر ۱۰۰ ډېر د پوځ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

پدې ترڅ کې په سویس کې د کوچنیو وسلو د سروې(Small Arms Survey) او د افغانستان د سولې د څار ادارې ګډ څېړنیز راپور ښيي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو د پېر او پلور بازارونه لا هم فعال دي او د امریکایي وسلو د زیرمو د کنترول لپاره په افغانستان کې د طالبانو د هڅو سره سره دغو وسلو ته د پاکستاني طالبانو لاسرسی دوام لري.

په راپور کې راغلي: "دغه سازمان په سرحدي سیمو کې د وسلو مارکیټونه یا بازارونه په نښه کړي چې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په رضایت سره فعالیت کوي... داسې څیړنیزې موندنې شته چې په سرحدي سیمو کې د وسلو د بازارونو شتون تائیدوي او سره له دې چې د طالبانو د استخباراتو له خوا د وسلو نیول زیات شوي دي، بهر ته د وسلو قاچاق دوام لري. "

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په پاکستان کې په ځانګړې توګه پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.

د اسلام اباد او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د افغان طالبانو په منځګړیتوب یو نازک اوربند چې د تېر کال په نومبر کې شوی و پای ته رسیدلی او تحریک طالبان پاکستان خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په ټول هېواد کې بریدونه پیل کړي.

اسلام اباد ادعا کوي چې د دغو بریدونو ډېره برخه په افغانستان کې پلان کیږي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې ددې هیواد خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

XS
SM
MD
LG