د لاس رسي وړ اتصالات

لغمان او ننګرهار کې جګړو ۳۵زره کسان بېځایه کړي ـ اوچا


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د بشري مرستو د همږغۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وايي په لغمان او ننګرهار کې د وروستیو جګړو له امله ۳۵زره کسان له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

د دغه دفتر د معلوماتو په اساس په وروستیو اونیو کې په لغمان ولایت کې ۲۳زره کسان او په ننګرهار ولایت کې ۱۲زره کسان د جګړو او تاوتریخوالي له امله له خپلو سیمو نورو ته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر یا (اوچا) نن دوشنبه جون ۱۴( غبرګولې ۲۴) په یو راپور کې ویلي چې یاد کسان د لغمان ولایت د الیشنګ او علینګار ولسوالیو څخه مرکز مهترلام ته بېځایه شوي دي.

یاد دفتر همدارنګه زیاته کړې چې د ننګرهار ولایت په اچین، پچیراګام، سره رود او هسکې مېنې ولسوالیو څخه بیا زرګونه کسان د جلال اباد ښار، خوګیاڼیو او مومند درې ولسوالیو ته بېځایه شوي دي.

د اوچا ادارې د معلوماتو په اساس اوس مهال د لغمان او ننګرهار ولایت په ځينو ولسوالیو کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې په وینا یې دوام یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې له یادو بېځایه شوو کسانو څخه ۲۴زره یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په کونړ او نورستان ولایتونو کې هم د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې ده چې د کونړ ولایت په دواب ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله د یوه سیمه ییزو روغتون چارې هم درېدلي دي.

د معلوماتو له مخې د دغه روغتون په بندېدو سره ۲۴زره کسان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره داسې مهال دا خبر ورکوي چې د افغان چارواکو په وینا دا مهاله په لږ تر لږه ۲۰ ولایتونو کې د افغان سرتیرو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي.

تر دې مخکې دغې ادارې ویلي وو چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره په روان کال کې ۱/۲میلیارد ډالرو ته اړتیا ده چې تر دا مهاله یوازې ۱۶۲/۲ میلیون ډالر د دغه سازمان په اختیار کې ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG