د مۍ میاشتې پنځمه د قابلو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي چې پدغه هېواد کې ۸۲ سلنه قابلې وزګارې دي.
د دغه وزارت یو ویاند میرویس عليزي نن چهارشنبه مې پنځمه (غوايي ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال ۳۴۸۲۵ قابلې له دوی سره ثبتې دي، خو له دې ډلې یوازې شپږ زره او ۳۷۲ تنه یې رسمي دندې لري.
عليزي زیاته کړه چې په افغانستان کې د قابلو د کمښت ستونزه حل شوې، خو په وینا یې لیرې پرتو سیمو کې امنیتي او ورته ستونزو خنډ جوړ کړی دی.
له دې مخکې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د افغانستان په ۸۱ سلنه روغتیايي مرکزونو کې د عادي/طبیعي زېږولو اسانتیاوې شته او ۷۵ سلنه مرکزونه پیچلو زېږولو ته خدمات وړاندې کوي.
د رپوټونو پر بنسټ په هرو زرو زېږونو کې ۱۴۳ افغان میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
له بلې خوا ملګري ملتونو ټینګار کوي چې پر دغو کدرونو باندې باید ډېره پانګونه وشي.
دغه نړیوال بنسټ ویلي که نړۍ کې د قابلو شمېر او د هغوی د روزنې پر کیفیت غور وشي، تمه کیږي چې تر ۲۰۳۵ کاله پورې د ۴،۳ میلیونو کوچنیانو ژوند وژغورل شي.
د ملګرو ملتونو په خبرپاڼې کې راغلي: "د نړۍ هر ګوټ کې باید صحي سیستونو ته ډېر پام وشي. پر قابلو پانګه اچونه کولی شي د ټولو انسانانو د ژوند خوندیتوب لوړ کړي."
ملګري ملتونه په دې باور دي که چېري ټوله نړۍ کې ولادتونه د قابلو تر څارنې لاندې وشي، تر ۲۰۳۵ کابل پورې به د ولادتونو له امله د میندو مړینه ۶۷ سلنه راټیټه شي.