د لاس رسي وړ اتصالات

موسیقۍ نړیواله شورا افغانستان کې د موسیقۍ له منځه وړل 'نسل وژنه' بولي 


په افغانستان کې د موسیقۍ زده کوونکي
په افغانستان کې د موسیقۍ زده کوونکي

د موسیقۍ نړیوالې شورا په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د موسیقۍ له منځه وړل او ختمول «فرهنګي او د موسیقۍ نسل وژنه» بللې او او په دې برخه کې د طالبانو دوامداره ځپل غندلي دي.

دغې نړیوالې شورا د «موسیقۍ پنځو حقونو» ته په اشارې د موسیقۍ په اورېدو، موسیقۍ ته د لاسرسي، د موسیقۍ په زده کړو او ثبت او خپرولو باندې د طالبانو محدودیتونه غندلي دي او هغه یې د بشري حقونو څخه له سرغړونې سره برابر ګڼلي دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د جاپان په مرکز توکیو کې د موسیقۍ نړیوالې شورا په عمومي غونډه کې د موسیقۍ پنځه حقونه اعلان شول چې د موسیقۍ زده کړو ته د هر فرد لاسرسی هم په کې شامل دی.

خو د موسیقۍ نړیواله شورا وايي چې طالبانو د افغانستان د «موسیقۍ د ملي انستیتیوت» په ګډون د موسیقۍ د زده کړو مرکزونه تړلي دي او همدغه راز یې د طالبانو له لوري د ځینو هنرمندانو «وهل، سپکول او وژل» د اندېښنې وړ بللي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان باندې بیا واکمنان شول او له هغه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ځینو ویدیوګانې خپرې شوې چې طالب وسله وال په کې یو شمېر هنرمندان تحقیروي، وهي او د موسیقۍ الات یې هم ورماتوي.

دغې شورا ویلي دي چې په افغانستان کې په موسیقۍ باندې بندیز لګول د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې خلاف دي. د بشري حقونو په نړیوالې اعلامیې کې راغلي دي: «هر فرد حق لري چې فرهنګي او ټولنیز ژوند کې په ازاد ډول برخه او له هنرونو څخه خوند واخلي.»

د موسیقۍ نړیوالې شورا د موسیقۍ له ټولو خوښوونکو څخه غوښتي دي چې په «افغانستان کې د موسیقۍ د سیستماتیک تخریب او ختمولو» په ضد او د موسیقۍ د پنځو حقونو د اعادې لپاره غږ اوچت کړي دي.

د موسیقۍ نړیواله شورا په ۱۹۴۹ کال کې جوړه شو چې د نړۍ به ۱۵۰ هېوادونو کې شاوخوا ۱۰۰۰ مرکزونه لري.

XS
SM
MD
LG