متحدو ایالتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د وروستۍ جګړې په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې وضعیت له نږدې څاري او له ټولو خواوو غواړي چې د لا زیاتې بېثباتۍ د مخنیوي لپاره خبرو اترو او سوله ییز حل ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه تېره شپه د فبرورۍ په ۲۶مه له هغه وروسته پیل شوه، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان وکړ د پاکستان د څو ورځې مخکې هوايي بریدونو په ځواب کې یې غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل. دواړه خواوې یو بل ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.
د قطر په مرکز دوحې کې د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت یو امنیتي خبرداری خپور کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان ته سفر کول یا هلته پاتې کېدل جدي خطر لري. امریکا یو ځل بیا یادونه کړې چې افغانستان ته د سفر د مشورې په څلورمه درجه کې دی، ځکه چې هلته د «ملکي ګډوډۍ، ترهګرۍ، جرمونو، تښتونو، ناسم توقیف او محدودو روغتیايي اسانتیاو خطر» شته. همدارنګه امریکا یادونه کوي چې په افغانستان کې نه شي کولای خپلو اتباعو ته عادي یا بیړني قونسلګري خدمتونه برابر کړي او د امریکا سفارت په کابل کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تړلی دی.
په سیمه کې ډیپلوماتیک فعالیتونه هم زیات شوي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. قطر ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو او د سوله ییز حل لپاره د ټولو هڅو بشپړ ملاتړي چې سیمه ییز ثبات قوي شي.
ترکیې د پاکستان او طالبانو حکومتونو ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په اړه له دواړو هېوادونو وغوښتل چې بېرته د خبرو اترو مېز ته ستانه شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د جمعې په ورځ له خپلو څو سیمهییزو سیالانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې، چې په دې اړه بحث وکړي او ژمنه یې وکړه چې د دواړو خواو د خبرو اترو د بیا پیل لپاره به اسانتیا برابره کړي.
د سرچینو په وینا فیدان په جلا جلا توګه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي، د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، او د سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم له دواړو هېوادونو څخه غوښتي چې زغم ولري، په ځانګړي ډول د روژې په میاشت کې. ایران د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د هر ډول مرستې وړاندیز کړی دی.
د طالبانو حکومت او پاکستان حکومت ترمنځ په د ډیورېند کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي نه وروسته سعودي عربستان یو بیان خپور کړی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو نښتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې پاکستان او افغانستان باید خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړي او له زغم او هوښیارۍ کار واخلي چې په سیمه کې سوله او ثبات وساتل شي.
بریتانیا هم له دواړو خواوو غوښتي چې سمدستي تاوتریخوالی کم کړي، ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او منځګړیتوب ته ستانه شي.
له بلې خوا، د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د مصر، ترکیې او سعودي عربستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغان طالبانو د بریدونو په ځواب کې سنجول شوي او پرېکنده اقدامات کړي چې د پاکستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خوندي کړي.
فورم \ دبحث خونه