د لاس رسي وړ اتصالات

شهیدي: هڅه کوو هالنډ څخه لوبې وګټو او نړیوال جام ته مستقیم ولاړ شو


حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې کپتان
حشمت الله شهیدي د افغانستان د کرکټ‌ د ملي لوبډلې کپتان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د یوې ورځنیو او ټست لوبو کپتان حشمت الله شهیدي‌ هیله لري چې افغانستان به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته مستقیمه لار ومومي.

افغانستان بله میاشت له هالنډ سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري. دا لوبې د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د مستقیم ورتګ لوبې دي چې «سوپرلیګ» بلل کیږي.

افغانستان دا ډول څه باندې ۲۰ لوبې لري چې باید یې تر نیمایي ډېرې وګټي چې مستقیمآ نړیوال جام ته ولاړ شي.

افغانستان تر دې دمه له ایرلنډ سره دا ډول درې لوبې کړې او ګټلې دي.

ښاغلي ‌شهیدي د افغانستان په را روانو لوبو،‌ نویو ځوانانونو ته د پرمختګ د چانس په ورکولو، د الف او ایمیرجېنګ لوبډلو د جوړېد، لوبغاړو د فټنس یا بدني غښتلتیا او ډېرو نورو مسائیلو په اړه غږېدلی دی.

پوره مرکه یې دلته وګورئ

XS
SM
MD
LG