د لاس رسي وړ اتصالات

جان کربي:‌ طالبان ځان نور هم منزوي کوي 


د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي د جمعې په ورځ د فبرورۍ په دریمه (سلواغې ۱۴) وویل چې په افغانستان کې طالبان د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې سره ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به غبرګونونه ولري.

جان کربي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "طالبان به له نړیوالې ټولنې څخه د ځان ګوښه کولو ته دوام ورکړي."


د متحده ایالاتو د امنیت شورا ددغه چارواکی په وینا د طالبانو ډله په افغانستان کې مشروعیت، مالی مرستې او پانګونه غواړی او له نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل غواړی. خو د ښاغلي کربي په وینا د دې ډلې چارواکي د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.

هغه زیاته کړه: "هغوی [طالبان] غواړي چې د ولسونو له ټولنې سره بیرته یو ځای شي او ژمنې یې وکړې. هغوی په دوحه کې ژمنه وکړه او د کابل له نیولو وروسته یې په ځانګړې توګه ژمنه وکړه چې په مسؤولانه توګه به حکومت کوي او د ښځو او نجونو پرمختګ ته به چې په افغانستان کې رامنځته شوی درناوی وکړي. او مونږ دلته ګورو چې هغوی ددې ژمنو څخه سرغړونه کوي."

دغه امریکايي مقام ویلي چې که طالبان غواړي چې مشروع وګڼل شي؛ د ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي او که دوی په افغانستان کې مالي مرستې او پانګه اچونه غواړي، "هغوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي په خپلو تعهدونو عمل وکړي او د هغې مطابق چلند وکړي."


د داعش په وړاندې مبارزه

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو او پر دغه هېواد د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته، افغانستان په تېرو ۱۷ میاشتو کې د خونړیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو شاهد و. د داعش خراسان څانګې د کابل په ګډون د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې د خونړیو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی چې په ترڅ کې یې په جوماتونو، ښوونځیو، هوټلونو او نورو عامه تاسیساتو کې په سلګونو ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ښاغلي کربي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا متحده ایالات په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو په جګړه قانع دي یا نه، وویل، دا هغه پوښتنه ده چې طالبان باید ځواب ورکړي.


هغه وویل: "هغوی [طالبان] په افغانستان کې د داعش تر دوامداره ګواښ لاندې دي. دا چې څنګه او کله د داعش پر ضد عملیات ترسره کړي او څنګه تعقیب کړي، باید هغوی [طالبان] په دې اړه خبرې وکړي."

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کوونکي په وینا، داعش نه یوازې په افغانستان، بلکې د عراق، روسیې او د افریقا د ښاخ په ګډون د نړۍ په نورو برخو کې، یو ګواښ دی.

په پاکستان کې د بریدونو زیاتیدل

دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې پاکستان د تېر کال له نومبر راهیسې د تر ټولو خونړیو وسله والو بریدونو شاهد دی. په وروستي برید کې چې د جنورۍ په ۳۰مه (سلواغې ۱۰) د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پېښور ښار کې د ماسپښین د لمانځه پر مهال وشو، تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شول.

له دې چاودنې وروسته د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان سربه کف محمد، په خپل ټویټر کې د دې چاودنې مسوولیت ومانه. خو وروسته د دغې ډلې ویاند محمد خراساني په دغه برید کې د پاکستاني طالبانو لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې د جوماتونو، ښوونځیو او مذهبي سیمو په نښه کول د دغې ډلې د اصولو خلاف کار دی.


له کربي پوښتنه وشوه چې ایا امریکا به پهد افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر ضد د پاکستان د حملو ملاتړ وکړي او که نه؟

هغه په ځواب کې وویل: "په دې کې شک نشته چې د پاکستان خلک د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا، هغه پاکستاني طالبان چې تاسو یې بیانوئ."د هغوی په اړه هیڅ پوښتنه نشته."


کربي زیاته کړه، د پاکستان خلک او حکومت حق لري چې د ګواښونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي، ځکه د ده په وینا د افغانستان او پاکستان د ملاتیر د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو لپاره خوندي پټنځای دی.

کربي وویل، "څرګنده ده چې موږ به له اسلام آباد سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړو ترڅو وګورو چې موږ څه ترسره کولی شو. خو بالاخره، زما مطلب دا دی چې مونږ هم غواړو د پاکستان حاکمیت ته درناوی وکړو."

XS
SM
MD
LG