د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو مرستیاله: طالبانو سره مرسته وکړئ چې له ۱۳ مې پېړۍ څخه ۲۱مې ته راشي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) په خپلو خبرو کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره مرسته وکړي چې د دیارلسمې پېړۍ څخه راووځي او د یوېشتمې پېړۍ په لوري حرکت وکړي.

نوموړې وویل چې افغانستان ته یې د خپل سفر په مهال د طالب مشرانو سره په خبرو کې تر خپلې وسې هڅه وکړه چې په ښځو او نجونو باندې د هغوی لګول شوي‌ بندیزونه لېرې شي.

دا مېرمن فکر کوي‌ چې د طالبان اوس هم «په دیارلسمې پېړۍ کې ژوند» کوي، هغه مهال، علم، دانش، ساینس، تکنالوژي او نور انساني پرمختګونه نه وو او ښځې له خپلو بشري او اساسي حقونو څخه بې برخې وې.

میرمن محمد چې افغانستان ته له سفر او د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره تر لیدنې وروسته په نیویارک کې خبري کولې وویل، هغه څه چې د نورو موضوعاتو په نسبت باید ډیر کار ورسره وشي دادی " څنګه طالبان له ۱۳ پیړۍ څخه ۲۱ پیړۍ ته راولو. دا یو سفر دی، یوازې یوه شپه کې نه کیږي."

هغې وویل، دا به ډیره ستونزمنه وه چې هغوی "طالبان" هغه ځای ته راولو چیرې چې باید وي او د میرمنو او نجونو حقونه خوندي او تامین وي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د تازه څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې څرګنده کړه، طالبانو ورته وویل چې د میرمنو د ساتنې هڅه کوي خو د هغې په وینا د طالبانو دا تګلاره د میرمنو "ځپل" دي.

میرمن آمینه وویل چې افغانستان ته یې د سفر پرمهال په طالبانو فشار راوست څو پر افغان میرمنو بندیزونه لیري کړي، په خاص ډول په خیریه موسساتو کې ځکه د هغوی په وینا د سخت ژمنې پرمهال "قحطي د نږدې" کیدو په حال کې ده.

آمینه محمد او په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفتس چې په نیویارک کې خبري کولې وویل، افغانستان ته یې په سفر کې د میرمنو په مسله ډیر فشار راوست او ځینې وختونه به "غبرګون په زړه پورې نه وو"

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته تر رسیدو سمدستي وروسته، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښونځي بندي کړي، له استثنا پرته یې په دولتي ادارو کې د میرمنو د کار مخه ونیوله، ښځې او نجونې یې له لوړو زده کړو بې برخې کړې او حمامونو او پارکونو ته یې د ښځو او نجونو په تګ بندیز ولګاوه.

مرسته رسونکي ادارې وایي افغانستان په نړۍ کې له ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او ددې هیواد د ۳۸ میلیونه نفوس څه باندې نیمایي برخه لوږې سره مخ ده او کابو څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه رنځیږي.

دغه مشکلات وروسته له هغه نور هم زیات شول چې د طالبانو رهبري په موسساتو کې د میرمنو پر کار بندیز ولګاوه او یادو موسسو خپل کار وځنډاوه.

د بشري چارو او بیړنیو مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرفیتس وویل هیله من دی چې ډیرې بشري څانګې د ښځینه کارکوونکو لپاره پرانیستل شي.

نوموړي په کابل کې د خبرو پرمهال وویل:" ماته د طالبانو یو شمیر چارواکو وویل، طالبان د یوې ادارې په توګه، په یو لارښود کار کوي چې له مخې به یې په بشري چارو کې د میرمنو د رول او امکان په اړه ډیر وضاحت رامنځ ته کړي."

د نړیوالې ټولنې د فشارونو وروسته، طالب چارواکو یوازې په صحي سکټور کې میرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړه.

XS
SM
MD
LG