د لاس رسي وړ اتصالات

وسټ: افغانې میرمنې او نجونې شدید 'رواني او  روحي' فشارونه تجربه کوي


د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازي توماس وسټ
د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازي توماس وسټ

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي تامس وسټ د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۱ (سلواغې ۱۱) وویل چې افغانې میرمنې او نجونې په افغانستان کې له جدي روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ښاغلي وسټ چې پاکستان ته سفر کړی، د یو لړ ټویټونو په کولو د طالبانو په حاکمیت کې د افغان میرمنو او نجونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې "میرمنې او نجونې په کورونو کې بندیانې دي او پرته له دې چې ازادانه تګ راتګ وکړای شي او یا زده کړې وکړي، شدید روحي او رواني فشارونه تجربه کوي."

دغه امریکایي چارواکي لیکلي چې په پاکستان کې یې له یو شمیر "میړنیو افغان میرمنو" سره کتلي او د هغوی غوښتنې یې اوریدلي دي. وسټ د ټویټ په دوام لیکلي هغه میرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي په غاړه لري د محدودیتونو له وضع کیدو څخه رنځیږي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د هغوی غوښتنې په لومړیتوب کې راولي.

دی په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د نجونو او میرمنو په کار او تعلیم جدي محدودیتونه وضع کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول، په زیاتیدونکي شکل یې په ټول افغانستان کې پر میرمنو او نجونو محدودیتونه ډیر کړي دي او هغوی یې نه یوازې په دولتي او غیر حکومتي دفترونو کې له کار کولو منع کړي بلکې ښوونځیو او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو او میرمنو د تګ مخه نیولې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وروستي اقدام کې په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لارښونه کړې چې تر "امر ثاني" پورې ددغو پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنکړي.

دغه امر په داسې حال کې شوی چې ټاکل شویده یاد پوهنتونونه په فبروري میاشت کې د کانکور آزموینه واخلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونونو ته ویلي که د هغوی له دې پریکړې سرغړونه وکړي، له قانوني اقداماتو سره به مخ شي.

طالبانو یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده. له دې پرته میرمنې او نجونې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلپونو ته هم نشي تللی.

د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي پر یو جلا ټویټ لیکلي، باید د نجونو او میرمنو د شرایطو د ښه والي لپاره یوه واحده لار پیدا شي چې هغوی نه یوازې د خپلو اساسي حقونو څخه برخمنې شي بلکې حیاتې مرستې هم ترلاسه کړي.

پر افغان میرمنو او نجونو د طالبانو سخت قیودات نه یوازې له نړیوالو نیوکو سره مخ شوي دي بلکې لسګونو غیر حکومتي سازمانونو د میرمنو د کار د بندیدو په غبرګون کې په افغانستان کې خپل فعالیت بند کړی دی.

خو په دې وروستیو کې دریو نړیوالو سازمانونو، پاملرنې موسسې، د ژغورنې نړیوالې کمیټې او د ماشومانو د ساتنې سازمان وروسته له هغه خپل یو شمیر فعالیتونه له سره پیل کړل چې په صحي برخه کې یې د میرمنو د کار کولو په اړه له طالبانو تضمینونه ترلاسه کړل.

XS
SM
MD
LG