د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان میرمنو د ورزش په اړه افغانستان ته د المپیک د نړیوالې کمیټې خبرداری


د طالبانو په واکمنیدو سره پر افغان میرمنو ګڼ شمیر محدودیتونه لګیدلي 
د طالبانو په واکمنیدو سره پر افغان میرمنو ګڼ شمیر محدودیتونه لګیدلي 

د المپیک نړیوالې کمیټې د سه شنبې په ورځ ډسبمر شپږمه (لیندۍ ۱۵) خبرداری ورکړ که میرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د سپورت کولو اجازه ونلري، کیدای شي دا بنسټ د ۲۰۲۴ کال له المپیک مخکې افغانستان سره کار کول ودروي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي دي چې د افغانستان د المپیک له ملي کمیتې سره به د هغوی ملاتړ په "خوندي او پراخ شکل" میرمنو ته د سپورت کولو د اجازې او په سپورتي چارو کې د هغوی د ونډې اخیستلو په ګډون، په شرایطو پورې اړه ولري.

په نړیوالو ورزشي محافلو کې د افغانستان تیمونه باید په بهر کې د میشتو افغان ورزشکارانو په ګډون، هغه ښځینه ورزشکارانې هم ولري چې په افغانستان کې ژوند کوي.

د المپیک د نړیوالې کمیتې بورډ څرګنده کړې چې یاد بنسټ" په افغانستان کې پر میرمنو او ځوانو نجونو د افغان چارواکو له خوا په وروستیو لګیدو محدودیتونو جدي اندیښنه ښولې او په کلکه یې غندلي دي، کوم چې په هیواد کې یې له ورزشي تمرینونو بې برخې کوي."

د المپیک نړیوالې کمیټې څرګنده کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې به په راتلونکو المپیکي لوبو کې د افغانستان ګډون او استازیتوب او یا هم نه ګډون په هغه هیواد کې په خوندي شکل سپورت کولو ته د میرمنو او ځوانو نجونو د لاسرسي په شان بنسټیزو مسایلو په برخه کې له پرمختګ سره ارتباط ولري.

دا تر اوسه نده روښانه چې د المپیک نړیواله کمیټه به ممکن څه وخت نوي اقدامات تطبیق کړي.

د المپیک نړیوالې کمیټې زیاته کړې چې په افغانستان کې به له هغو ورزشکارانو څخه مستقیم ملاتړ ته دوام ورکړي چې په المپیک کې سیالي کوي.

افغانستان د جاپان د توکیو په تیرو المپیکي لوبو کې د څلورو نارینه وو او یوې میرمنې یو ټیم درلود.

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه د المپیک له نړیوالې کمیتې وغوښتل چې ډیر ژر په ورزشي لوبو کې د افغانستان ګډون وځنډوي او خپل مالي ملاتړ بند کړي.

د المپیک نړیواله کمیټه په داسې حال کې دا خبرداری ورکوي چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، پر افغان میرمنو او نجونو محدودیتونه وضع شوي دي.

نړیواله ټولنه په دغو محدودیتونو جدي اندیښنه لري‌ او له طالبانو غواړي چې د ټولو افغانانو په خاص ډول د میرمنو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانستان په اکثریت ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG