د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ۱۲ ټولګيو نجونې دې په یوه ورځ د ټولو مضمونونو ازموینه ورکړي 


 Afghan girl students
Afghan girl students

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت چارواکو ویلي چې د کابل ښار د ښوونځیو د دولسم ټولګي نجونې کولای شي چې د چهارشنبې په ورځ د ډسمبر د میاشتې په اوومه (لیندۍ ۱۶) اړوندو ښوونځیو ته ولاړې شي او په یوه ورځ د ټولو مضمونونو ازموینه ورکړي.

د کابل ښار د یو ښوونځي یو مسول چې نه یې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې د کابل ښار د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې نجونې به یوازې درې ساعته وخت ولري چې د ۱۷ مضمونونو ازموینه ورکړي.

ځنې په دې اند دي، چې ښايي طالبان وغواړي د تعليمي کال په جریان کې د نجونو د لېسو څخه فارغانې ولري. خو د کابل ښار د پوهنې مسوولينو ویلي چې يوازې هغه زده کوونکي به بريالي شي، چې پوښتنو ته يې ځوابونه ويلي وي او د بریالیتوب نمرې یې ګټلې وي.

د کابل ښار د يو ښوونځي یو مسوول وويل، چې دغه موضوع د کابل ښار د پوهنې رياست د تعليمي ساحو په غونډه کې د مسوولينو له خوا اعلان شوه، خو هغه دا کار "بې ساري او د تعليمي معيارونو خلاف وباله. "

د کابل ښار د یو بل ښوونځي مسول د نوم له اخیستو پرته امریکا غږ ته وویل:«زما په اند دا یو منطقي عمل نه دی، ځکه چې د زده کوونکو لپاره ممکنه نده چې په یوه ورځ کې د ۱۷ مضمونونو ازموینه پداسې حال کې ورکړي چې نه کتابونه لري او نه یې هم درسونه لوستي."

د زده کوونکو ستونزې

د ښوونځيو زده کوونکي هم وايي، چې په عادي شرايطو کې هم په يوه ورځ کې يوازې د دوو مضمونونو ازموينه اخيستل ورته ستونزمن دي، خو اوس چې په کال کې يې په ښوونځيو کې د درسونو يوه پاڼه هم نه ده لوستې، نو څنګه يې تمه کېدای شي چې هغوی په دریو ساعتونو کې د ټولو مضامینو ازموینه ورکړي؟

نرګس چې په کابل کې په یو ښوونځي کې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده امریکا غږ ته وویل: "موږ ښوونځي ته نه یو تللي، کتابونه مو نه درلودل او تېر کال مو زده کړې نه وې کړې، نو څنګه به په یوه ورځ د ټولو مضمونونو ازموینه ورکړو؟... طالبان څه فکر کوي چې موږ نابغه یو؟"

په افغانستان کې علمي فعالان په دې نظر دي چې په ازموینو کې باید نړیوال تعلیمي معیارونه په پام کې ونیول شي.

د کابل پوهنتون استادې منېژه رامزي ددې تر څنګ چې د طالبانو د پوهنې وزارت دغه اقدام له ښوونځیو څخه د نجونو د خلاصون او د کانکور په ازموینه کې د شاملولو لپاره "لږترلږه یو ګام" وباله امریکاغږ ته وویل، "د تدریس او پیداگوژي او روانشناسۍ ارزښتونو، اصولو او معیارونو له مخې د ښوونځي دورې لپاره د هرې ازموینې ترمنځ وقفه باید لږترلږه ۲۴ ساعته وي، ترڅو زده کونکي له رواني پلوه د آرامۍ احساس وکړي او د اکادمیک پرمختګ ترڅنګ، د ازموینې بهیر په زده کونکو کې د زده کړې لامل کیږي. "

هغه زیاته کړه: "دا ډول ناڅاپه او غیر پلان شوي پیښې په داسې حال کې چې موږ د معیاري زده کړو په لور نه شي رهبري کولی، د خلکو په ذهنونو کې د نړیوالې ټولنې د پام جلبولو او د نجونو زده کړو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه په لسګونو پوښتنې راپیدا کوي، هیله من یو د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیستل، دا غلط فهمۍ باید پای ته ورسیږي."

شنونکي وايي، چې په دې کار سره طالبان غواړي نړۍ ته وښيي، چې دوی د نجونو د زده کړو په اړه فکر کوي او په یو ډول له هغې څخه امتیاز ترلاسه کړي.

د کابل پوهنتون استاد ضیاالرحمن حسرت امریکا غږ ته وویل: «یو نظر دا دی چې د یو کال په ترڅ کې د نجونو د ښوونځیو د بندولو او د هغوی د پرانستلو لپاره د نړیوالو فشارونو په ترڅ کې طالبان غواړي وښيي چې دوی د نجونو د زده کړو په ضد ندي.»

هغه زیاته کړه: "همدارنګه، طالبان غواړي نجونو ته دا پیغام ورکړي چې د دوی یو کال ندی ضایع شوی او بالاخره به فارغې شي، او همداشان دوی غواړي د خلکو ذهنونه ارام کړي."

خو حسرت وويل، په کورنيو کې دا اندېښنه لا هم پر ځای ده چې ښايي دا وروستى ځل وي، چې نجونې له ښوونځي فارغیږي.

محدودیتونه

د دولسم ټولګي د نجونو ازموینه له سختو بندیزونو سره مخ ده. د کابل ښار د پوهنې ریاست چارواکو اعلان کړی چې د ازموینې په ورځ باید نجونې "تنګې جامې، پتلون، سکرټ او داسې جامې وانغوندي چې په شریعت کې منع دي".

خو په دې اړه يې معلومات او جزئيات نه دي ورکړي، چې په شريعت کې کومې جامې منع دي.

دغه رياست دا هم ويلي چې د ازموينې په ورځ بايد د ملازمینو په ګډون هيڅ نارینه په ښوونځيو کې دننه نه وي او ټولې نجونې او د هغوی ښوونکي دې تورې جامې واغوندي او خپل مخونه دې د امکان تر حده پټ کړي پداسې توګه چې "تندي" یې معلوم نشي او دستکشې هم پر لاس کړي.

طالبانو په افغانستان کې د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د نجونو لپاره د منځنیو او عالي ښوونځیو دروازې وتړلې. داسې عمل چې د افغانستان دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې وروستیو کې طالبانو ښځې او نجونې پارکونو ته له تګ، سپورتي کلبونو او عامه تشنابونو ته له تلو منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG