د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم: دوو اونیو کې له ۳۷ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي


د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ام) په یو راپور کې ویلي، چې د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ ورځې څخه د دغې میاشتې تر ۱۵ ورځې پورې له پاکستان څخه افغانستان ته ۳۷ زره او ۳۱۷ افغان کډوال ستانه شوي دي.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸ (تلې ۲۶) په یو راپور کې ویلي، چې ددغه شمیر څخه ۲۶ زره او ۸۹۶ تنه د تورخم په لار او لس زره او ۴۲۱ تنه نور د چمن – سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

همداشان د کډوالو نړیوال سازمان په دغه راپور کې ویلي، چې ددغه شمیر سربیره ۶۱۴ تنه افغان کډوال چې په پاکستان کې یې د اوسیدلو معتبر قانوني اسناد نلرل هم له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالواو ستنیدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یوازې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۱۸( تلې ۲۶)، پنځه زره او ۱۰۴ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان حکومت د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې اعلان وکړ، چې هغه څه باندې ۱.۷ میلیون افغان کډوال به د دغه هیواد څخه وایستل شي چې د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د سه شنبې په ورځ اکتوبر۱۷( تلې ۲۵) په یوه خبرپاڼه کې د خپلو کارپوهانو له قوله ویلي، چې د پاکستان دا پرېکړه به ۱.۴ میلیون افغان کډوال په ځانګړي ډول هغه افغانان زیانمن کړي چې د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته کډه شوي دي.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي: "مونږ د پاکستان څخه غوښتنه کوو، چې د کډوالو په جبري ډول د نه شړلو د نه تعدیلیدونکي اصل څخه په بشپړ ډول ساتنه وکړي او په ډله ییز او جبري ډول د ستنیدلو مخه دې ونیسي."

خو د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو په پرله پسې ډول ویلي، چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونه کډوالو د ایستلو پریکړه به عملي کوي.

دغو چارواکو ویلي، چې داپریکړه یوازې د افغان ګډوالو په اړه نه ده او د نورو هیوادونو اوسیدونکي هم په کې شامل دي، چې په پاکستان کې یې د اوسیدلو قانوني موده پاې ته رسیدلې ده.

د لنډ مهاله اوسیدانې کمپ جوړول

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو او شړلو د بهیر د چټکیدو وروسته د ننګرهار ولایت د لعل پورې په ولسوالۍ کې د ستنیدونکو لپاره د لنډ مهاله اوسیدانې یو کمپ جوړ کړی دی.

د کډوالواو ستنیدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۱۹( تلې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو خپور کړي پیغام کې ویلي، چې دغه کمپ د دغه وزارت د مسلکي مرستیال، عبدالرحمان راشد له خوا تیره ورځ پرانیستل شو.

د کډوالو او ستنیدونکو چارو د وزارت مسلکي معین عبدالرحمان راشد ویلي، چې دا کمپ د ۵۰۰ کورنیو د اوسیدلو وړتیا لري، چې د ستنیدونکو لپاره د لنډ مهاله اوسیدنې پر مهال به په کې هغوی ته د خوراکي توکو او غیر خوراکي توکود ویش او هم د روغتیايي خدمتونو د برابرولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.

همداشان ښاغلي راشد تیره ورځ د د ملګروملتونو او د هغو کورنیو غیر دولتي موسسو د استازو سره چې د کډوالو په چارو کې کار کوي کتلي او په اجباري ډول د ستنیدونکو کډوالو په وضعیت یې ورسره خبرې کړي دي.

ښاغلي راشد د هوا سړیدو ته په اشارې د ملګروملتونو د ادارو څخه غوښتي، چې هغوی، چې له پاکستان څخه په زور شړل کیږي په کار دي ورسره بیړنۍ مرستې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG