د لاس رسي وړ اتصالات

له ايران څخه د افغان کډوالو شړل دوام لري- د طالبانو حکومت


د سپین بولدګ دروازه
د سپین بولدګ دروازه

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ایران حکومت د افغان کډوالو جبري ایستل روان ساتلي دي او په خبره یې د ورځې زرګونه افغانان خپل هېواد ته ستنول کېږي.

د دغه وزارت د ورځني راپور په اساس، د روانې زمري میاشتې په لومړیو دریو ورځو کې۳۵۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

د طالبانو د دغه وزارت چارواکي وايي چې یوازې د شنبې په ورځ ۱۰۲۴ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د دوی په وینا د زمري میاشتې په دویمه او درېیمه ۲۶۵۶ نور افغان کډوال هم له دغه دوو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. وايي دا کډوال د نیمروز، د هرات د اسلام‌ قلعۀ او د کندهار د سپین بولدک له لارو ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس، د راستنو شویو افغان کډوالو لویه برخه په زور له دغو هیوادونو څخه ایستل شوي دي. یاد وزارت ویلي چې افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو سره د ملګرو ملتونو لخوا مرسته هم شوې ده.

تر دې دمه د طالبانو د حکومت د دغې ادعا په اړه پاکستاني او ایراني چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ویلي. خو څه موده مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل هغه بهرني اتباع چې د ایران د بهرنیو وګړو د پېژندنې په طرحې کې نوملیکنه نکوي، په دغه هېواد کې یې اوسېدل غیرقانوني دي او له دغو خلکو سره به قانوني چلند کېږي.

ښاغلي وحیدي همدغه راز ایران ته د ورتلونکو افغانانو په اړه ویلي وو: «هغه افغانان چې ایران ته راځي باید د هېواد د عادي قانون مطابق د ویزو پېسې ورکړي. هغه دوستان چې له افغانستان څخه ایران ته راځي، د بهرنیو چارو وزارت د لارښوونې په اساس او د هغوی د مراجعې ډول ته په کتو ورته ویزه ټاکل شوې او د ویزې اصلي قیمت ترې اخیستل کېږي.»

د طالبانو د حکومت چارواکو مخکې هم ویلي وو چې له ایران څخه په اوسط ډول د ورځې ۲۰۰۰ افغان کډوال ستنول کېږي. وايي چې له ستنو شویو افغانانو سره نړیوالې ټولنې او په خاص ډول د کډوالو عالي کمېشنري نقدي مرسته کوي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په تېرو شاوخوا لسو میاشتو کې ۷۰۰زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي او ۳۵۰زرو نورو ته په خپلو سیمو کې د بېرته ستنېدو زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، له دغه هېواد څخه د افغانانو وتل زیات شوي او یو شمېر یې هڅه کوي په قاچاقي لارو اروپا ته ځانونه ورسوي.

په همدې حال کې ملګري‌ ملتونه وايي د روان کال له پيل راهېسې تر دې دمه، ۳۲۸۰ افغانان له قاچاقي لارو ایټالیا ته رسېدلي‌ دي.‌

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان وايي چې د تېرې جمعې تر ورځې پورې یوازې ۸۱۲۱ افغانان د مدیترانې د بحیرې له لارې ایټالیا ته رسېدلي‌ دي، وايي دوی‌ خپل ژوند په خطر کې اچولی او دا ستونزمن سفر یې ګاللی دی.

XS
SM
MD
LG