د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: ایران اروپا ته د ګازو په صادرولو غور کوي 


ایران داسې مهال اروپا ته د ګازو په صادرولو غور کوي‌ چې په ویانا کې د اتومي پروګرام په اړه یې پيل شوې خبرې ځنډېدلې دي.  
ایران داسې مهال اروپا ته د ګازو په صادرولو غور کوي‌ چې په ویانا کې د اتومي پروګرام په اړه یې پيل شوې خبرې ځنډېدلې دي.  

د ایران د اطلاع رسوونې رسمي ‌شبکې «شانا» نن یکشنبه مۍ ۱۵ (غوايي ۲۵) راپور ورکړ چې ایران اروپا ته د ګازو د صادرولو په اړه غور کوي.

په راپور کې د ایران د نفتو او معادنو د وزارت د مرستیال مجید چګني له خولې لیکل شوي‌ دي: «ایران د دغې موضوع په ارزونې بوخت دی او لا کومې پایلې ته رسېدلي نه یو، خو ایران تل د انرژۍ او د بازار د پراختیا د دپلوماسۍ په لټه کې دی.»

که څه هم ایران د ګازو پراخې زیرمې لري، خو د اتومي پروګرام له کبله د امریکا د متحدو ایالتونو تر کلکو اقتصادي بندیزونو لاندې دی.

ایران داسې مهال اروپا ته د ګازو په صادرولو غور کوي‌ چې په ویانا کې د اتومي پروګرام په اړه یې پيل شوې خبرې ځنډېدلې دي.

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته‌ اروپايي هېوادونه، چې د ګازو له پلوه په روسیې تکیه دي، دې برخه کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوي ‌دي.‌‌

اروپايي هېوادونو تېر کال له روسیې څخه ۱۵۵ میلیون متر مکعب ګاز وارد کړي‌ وو چې د دغو هېوادونو ۴۵ سلنه وارد شوي‌ ګاز کېږي.

د ایران د نفتو وزارت مرستیال دا خبره هم وکړه چې تهران او بغداد یو تړون لاسلیک کړی چې په اساس به یې عراق ته د ایران د ګازو صادرات زیاتېږي.

ښاغلي چګني وویل: «د ایران له لوري‌ د ګازو صادرات زیات شول او په دغه تړون کې دا قید هم شته چې عراق به د مۍ تر پای پورې د ایران یو میلیارد او ۶۰۰میلیون پور ورکوي او که یې ورنکړ، دواړه هېوادونه به بیا خبرې اترې او چنې وهل پيلوي.»

سره له دې چې عراق د ګازو ښې زېرمې لري خو د څو لسیزو روانو جګړو له کبله په دې برخه کې هلته پانګونې نه دې شوي‌ او بغداد مجبورآ خپله یوه په درېیمه برخه ګاز له بهر څخه واردوي.

په تهران باندې د واشنګټن د بندیزونو له کبله عراق ایران ته د انرژۍ د پورونو په ورکولو کې له ستونزو سره مخامخ دی. د بندیزونو له کبله عراق نشي‌ کولای ایران ته نقدې پېسې ورکړې، بلکې د یوې ځانګړي میتود له لارې باید غذايي مواد او درمل ورکړي.

XS
SM
MD
LG