د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د سویډن یو تبعه د جاسوسۍ په تور نیول شوی


په ایران کې د ارنا خبري اژانس د استخباراتو د ادارې په حوالې لیکلي چې د سویډن یو تبع شنبه جولای ۳۰ (زمري ۸) د جاسوسۍ په تور نیول شوی.

په ایران کې دا سویډنی پداسې حال کې د جاسوسۍ په تور نیول کیږي چې په سټاکوم کې یوې محکمې تیره میاشت یو ایرانی چارواکی د جنګي جرمونو په قضیه کې په عمری قید محکوم کړ.

د ارنا په خبري اژانس کې د ایران د استخباراتو د وزارت د اعلامیې په حوالې لیکل شوي چې "مظنون شخص په پخوانیو سفرونو کې هم چې ایران ته راغلی و، د دې وزارت د څار لاندې و ځکه چې د هغه چلند او تماسونه مشکوک دي".

په راپور کې د نیول شوي شخص نوم ندی یاد شوی او دا هم ندي ویل شوي چې هغه څه وخت نیول شوی خو دا پکې ویل شوي چې دې شخص د فلسطین خاورې ته هم سفرونه کړي او په ایران کې داسې ځایونو ته تللی چې معمولاً نور سیلانیان نه ورځي او هم یې د اروپایانو په ګډون د داسې کسانو سره اړیکې نیولي چې د څار لاندې دي.

د ایران د استخباراتو وزارت په سویډن تور لګولی چې د اسرائیل لپاره د "لاسپوڅي استخباراتو" په توګه کار کوي او دا خبرداری هم پکې ورکړل شوی چې د دې کار په ځواب کې به ایران مناسب اقدام کوي خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

د سویډین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په قضیې خبر دي. ددې وزارت یوه ویاند ویلي چې یو سویډنی د مې په میاشت کې په ایران کې نیول شوی خو تهران په هغه وخت کې د مظنون شخص د نیول کیدو خبر نه ورکړی.

د سویډن او ایران اړیکې وروسته تر هغې خرابې شوې چې د ایران د حکومت یو پخوانی چارواکی د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د سیاسي بندیانو د شکنجې او ډله ایزې وژنې له کبله په جنګي جرمونو تورن شو.

یوې محکمې د جولای په ۱۴ مه دې پخواني ایراني چارواکي حمید نوري ته د عمري قید سزا ورکړله.

ایران د سویډن د محکمې دا پریکړه وغندله او هغه یې سیاسي وبلله.

دا لومړی ځل ندی چې په ایران کې یو بهرنی تبع نیول کیږي. دې هیواد پدې تیرو څو کالونو کې ګڼ شمیر بهرني اتباع چې په خټه ایرانیان دي نیولی چې ډیری یې په په امنیتي او جاسوسۍ په تورونو تورن دي.

د بشري حقونو ادارې وایي چې ایران دا تورونه د ځانه جوړوي او د بهر څخه د امتیاز اخیستو په خاطر یې کوي خو ایران بیا دا تورونه ردوي.

ایران د احمد رضا جلالي په نامه یو بل سویډنی څیړونکی هم اسرائیل ته د جاسوسۍ په تور نیولی او د مرګ په سزا محکوم شوی.

XS
SM
MD
LG