د لاس رسي وړ اتصالات

ايران د هغه هيواد د دفاع وزارت پخوانى مرستيال اعدام کړ


 علي رضا اکبري
علي رضا اکبري

د ايران حکومت قضاییۀ قوې د "جاسوسۍ" په تور د دغه هيواد د دفاع وزارت د پخواني مرستيال علي رضا اکبري د اعدام خبر ورکړ٠

د ميزان په نوم د ايران د قضائیه قوې آژانس راپور ورکړى چې پر علي رضا اکبري د اعدام حکم نن شنبه جنورۍ ١٣ (مرغومي ٢٣) تطبيق شو٠

د ايران دغه پخوانى چارواکى چې د برتانيې تابعيت يې هم لاره" په ځمکه کې په فساد خورولو او د دغه هيواد د داخلي او بهرني امنيت پر ضد د اطلاعاتو په شريکولو" سره تورن پيژندل شوى و٠

پدې وروستيو کې ايراني رسنيو د علي رضا اکبري د اعترافاتو ويډيو خپره کړې وه چې نوموړى يې د هغه هيواد د اټومي انژرۍ د کارپوه محسن فخري زاده په ترور کې په لاس لرلو تورن کړى و٠

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه اعترافات تر کومو شرايطو لاندي اخيستل شوي و٠

د ايران حکومت رسمي خبري اژانس ايرنا هم د هغه هيواد د اطلاعاتو وزارت له قوله راپور ورکړى دى: " اکبري د انګليس د جاسوسۍ سرويس نفوذ له مهمو عواملو څخه و چې د هغه هيواد ( ايران) مهم معلومات يې ټولول او په بشپړه، وړيا او هدفمنده توګه يې د هغه سرويس په اختيار کې ورکول٠"

علي رضا اکبري تر دې مخکي د ايران د دفاع وزارت د مرستيال او سمندري ځواکونو قومندانۍ د سلاکار په توګه دنده تر سره کړې وه٠

د هغه تر اعدام درې ورځې مخکي د برتانيې د بهرنيو چارو وزير جيمز کلورلي د علي رضا اکبري د خوشي کولو غوښتنه کړې وه٠

دا په داسي حال کې ده چې ايران په دغه هيواد کې د وروستيو اعتراضونو په تور يو شمير کسان اعدام کړي او يو شمير نور يې په اعدام محکوم کړي دي٠

XS
SM
MD
LG