د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کیدو ته چمتو دی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جمعه په لبنان کې و او د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سره یې ګډ خبري کنفرانس درلود.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جمعه په لبنان کې و او د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سره یې ګډ خبري کنفرانس درلود.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې ښایي د سعودي عربستان سره دپلوماتیکې اړیکې د خبرو اترو له لارې بیرته ژوندۍ شي.

حسین امیر عبداللهاین جمعه جنوري ۱۳ (مرغومي۲۳) په لبنان کې په خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد یې د سعودي عربستان سره د اړیکو بیرته ژوندۍ کیدو ته چمتو دی او دا یې هم ویلي چې دا کار به د سیمې لپاره مثبتې پایلې ولري.

سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران یو سر سخت مخالف دی، په ۲۰۱۶ کال کې یې د تهران سره وروسته تر هغه سیاسي اړیکې پرې کړلې چې مظاهره چیانو د دې هیواد په سفارت او قونسلګرۍ برید وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د سعودي سره د اړیکو د عادي کیدو لپاره لومړی ګام به په جدې کې د قونسلګرۍ بیرته پرانیستل وي.

هغه زیاته کړه چې همدارنګه که سعودي د ایران د مشهد په ښار کې خپله قونسلګرۍ بیرته پرانیزې د دواړو هیوادنو د هغو اتباعو سره به مرسته وشي چې د زیارتونو لپاره سفرونه کوي.

عبداللهیان زیاته کړه، " لکه چې مونږ یې وینو، سعودي عربستان په بشپړه توګه کار کولو ته چمتو ندی چې اړیکې عادي کړي."

د عراق حکومت د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څو ځله د ایران او سعودي د چارواکو تر منځ د غونډو کوربه توب کړی چې هدف یې د دې دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو عادي کول و خو د تیر کال د اپریل د میاشتې راپدیخوا د هیڅ کوم ملاقات خبره په عامه توګه نده شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د ۲۰۲۲ کال د جولای په میاشت کې منلې وه چې په عراق کې دا ملاقاتونه تر ډیره حده د دواړو هیوادونو د امنیتي چارواکو تر منځ و خو هغه دا هم وویل چې ایران چمتو دی په لوړه کچه سیاسي خبرې هم وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې د سعودي سره د اړیکو د عادي کیدو خبر کوي چې په تهران کې چارواکي د حکومت ضد د پراخو ولسي مظاهرو تر شا د ریاض لاس بولي.

ایران په سعودي تور لګولی چې خلک مظاهرو ته هڅوي او "غیر دوستانه" چلند کوي.

ایران او سعودي په ۲۰۱۶ کې خپلې دپلوماتیکې اړیکې وشلولې. دغو دوو هیوادونو سیمې په څو کړکیچونو کې د سیالو اړخونو خوا نیولې، لکه په یمن کې چې تهران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او ریاض د یمن د حکومت په پلوۍ د پوځي ایتلاف مشري کوي.

په ۲۰۱۶ کې ایراني مظاهره کوونکو په ایران کې د سعودي عربستان په دپلوماتیکو ماموریتونو وروسته له هغه بریدونه وکړل چې سعودي عربستان یو شیعه مذهبه عالم نیمر النیمر اعدام کړ. ریاض په غبرګون کې د تهران سره خپلې اړیکې وشلولې.

XS
SM
MD
LG