د لاس رسي وړ اتصالات

عبداللهیان: هلمند سیند کې د ایران د اوبو له حق څخه به سترګې پټې نکړو


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، وايي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې د سمرقند د غونډې په څنډو کې د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق په سر په تفصیل خبرې کړي او پدې مسله یې ټینګار کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې د ورځې ناوخته اپریل ۱۷ (حمل ۲۸) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران پر حق باندې ټینګار کړی دی.

ښاغلي عبداللهیان لیکلي: مونږ عاجلو اقداماتو ترسره کولو باندې موافقه وکړه مونږ به د ایران د اوبو له حق څخه سترګې پټې نکړو".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه دغه وزارت ویلي، چې ښاغلي متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ترانزیټي اړیکو او د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په اړوند مسلو د ښاغلي عبداللهیان سره خبرې کړي دي.

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې باید افغانستان د هلمند د اوبو څخه هرکال ۸۱۷ میلیون مترمکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

ایران په وروستیو کلنو کې په پرله پسې ډول ددغه تړون د نه عملي کیدو څخه شکایت کړی دی، خو د افغانستان د تیرو حکومتونو چارواکو ادعا کوله، چې د هلمند له سیند څخه تړون کې د ټاکلې شوې اندازې اوبو څخه زیاتې اوبه یې ایران ته ورکړي دي.

دغو چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او په دغه هیواد کې د اوبو د نه مدیریت له امله هر کال د هلمند له سیند څخه د ۲.۵ او درې میلیاردو متر مکعبو پورې اوبه ایران ته بهیدلي دي.

افغانستان کې اوږدې وچکالۍ او د هلمند د سیند په اوږدو کې د اوبو د څو بندونو جوړیدو وروسته په دغه سیند کې د اوبو اندازه کمه شوې ده، چې ورسره ایران ته هم د اوبو د بهیدلو اندازه د تیرو کلنو پرتله کمه شوې ده.

ددې وړاندې په دې مسله په کابل او تهران کې د طالبانو د حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ ځو ځلې خبرې هم شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تیر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې کابل کې د ایران د سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي و، چې حکومت یې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته ژمن دی.

خو ښاغلي متقي د ایران سفیر ته ویلي و، چې د اورښت کمښت له امله د هلمند په سیند کې اوبه کمې شوي دي او دا د افغانستان یو رښتینی عذر دی. هغه هیله ښودلې وه، چې د بارانونو د اورښت په زیاتیدو سره به دا ستونزه هواره شي.

XS
SM
MD
LG