د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: د هلمند له اوبو دې د ایران حقابه تامین شي؛ متقي: د اوبو له کمښت سره مخ یو


د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له پرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د هلمند سیند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه خبرې کړي او زیاته کړې ده چې له دغه سیند څخه د ایران حقابه باید تامین شي.

ښاغلی کاظمي چې د سفیر ترڅنګ د افغانستان لپاره د ایران د حکومت ځانګړی استازی هم دی د یکشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۲۲ (سلواغې دوهمه) له امیر خان متقي سره د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د هلمند اوبو کې د ایران د حقابې په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل د ښاغلي قمي له قوله ویلي: "د اوبو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي چي اوبه داسي مدیریت شي چي ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي."

د تکل په وینا، امیر خان متقي په کابل کې د ایران سفیر ته ډاډ ورکړ چې «اسلامي امارت» د افغانستان او ایران تر منځ د ١٣۵۱ کال د اوبو معاهدې ته ژمن دی.

متقي زیاته کړې: "دا چي د بارانونو د کمښت او وچ کالي له امله اوبه کمې شوې دي دا یو واقعي عذر دی، موږ امېد لرو چي د بارانونو په ډیرښت سره به دا ستونزه حل شي."

په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم ټینګار کړی دی چې د تخنیکي ستونزو لیري کولو او د هلمند اوبو ضایع کېدو مخنیوي په برخه کې به هڅې وکړي.

د افغانستان او ایران دولتونو د هلمند د اوبو د ویش پر سر د ۱۳۵۱ کال په وروستیو کې د پخواني صدراعظم موسی شفیق په وخت کې یوه معاهده لاسلیک کړه چې له مخې یې افغانستان باید هرکال ۸۱۷ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

ایران ته د هلمند سیند حوزې د بهېدونکو اوبو په اړه له ډير وخت راپدېخوا بحثونه کیږي او ویل کیږي چې ایران ته هر کال په معاهده کې له ټاکل شوي اندازې څخه څو برابره زیاتې اوبه بهیږي.

د افغانستان په څیر په ایران کې هم سختې وچکالۍ اغېز کړی دی، او د افغانستان په ګاونډ کې پراته ایراني ولایتونه د اوبو له کموالي سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د زمري میاشتې پر ۱۹مه د ایران د اوبو او نرژۍ د وزیر علي اکبر محرابیان په مشرۍ یو ایرانی پلاوی له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر کړی و او د هلمند اوبو کې د ایران د حقابې پر تامین ټینګار کړی و.

هغه مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور هم ویلي و چې «اسلامي امارت» د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال معاهدې د بشپړې پلي کېدو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG