د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سپاه پاسداران په فارس خلیج کې پوځي تمرینونه پیل کړي


د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې د ایران انقلابي ګارد (سپاه پاسداران) د چهارشنبې په ورځ اګسټ دوهمه (زمري ۱۱مه) په فارس خلیج کې هغو ستراتیژیکو ټاپوګانو ته نږدې سمندري تمرینات پیل کړل چې د ایران تر کنټرول لاندې دي خو متحده عربي امارات یې د ملکیت ادعا کوي.

دا تمرینونه وروسته له هغه پیل شول چې متحده ایالاتو د فارس خلیج ته کښتۍ او جنګي جیټ الوتکې واستولې ترڅو د ایران له لورې د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو کښتیو د درولو مخه ونیسي.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی چې د اسلامي انقلاب د ګارډ سپاه پاسداران دغه پوځي تمرینونه د چارشنبې په سهار اګسټ دوهمه په فارس خلیج کې د ایران د ټاپوګانو د دفاع لپاره پیل شول. تر اوسه نده څرګنده شوې چې دغه تمرینونه به څومره دوام وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې دغه تمرینونه د «سردار شهید اسحاق دارا» تر نامه لاندې د فارس خلیج او د ایران د ټاپوګانو د امنیت د ساتنې لپاره د سپاه پاسداران د سمندری ځواکونو د قدرت او د دفاعی چمتووالی ښودلو په هدف پیل شوی دی.

ایرنا د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د سمندری ځواک د امام محمد باقر –ع، د عملیاتی اډې د قوماندان علی عظمایي له خولې ویلي چې دغه پوځی تمرینونه د "ابو موسی او ستر او کوچني طنب په جزیره کې" ترسره شول.

دغه درې ټاپوګان چې د هرمز تنګي ته څېرمه پراته دي له څو لسیزو راهیسې د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ د لانجې سرچینه ده.

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان علیرضا تنګسیري د چهارشنبې په ورځ د دغو پوځي تمریناتو په څنډه کې وویل: "د فارس خلیج ټاپوګان یو روښانه غمی دی چې زموږ د اسلامي وطن په اوبو او خاوره کې د تل لپاره ځلیږي... د فارس خلیج ټاپوګان د اسلامی ایران د ستر ملت عزت دی او موږ د دغه غیور ملت بچیان د خپلو نوامیسو په دفاع مکلف یو."

د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو قوماندان څرګنده کړه: "د فارس خلیج د سیمې امنیت د فارس خلیج د هیوادونو ګډه ګټه ده. مونږ د فارس خلیج هیوادونه ګډې ګټې لرو، مونږ وروڼه او ګاونډیان یو، د دې سیمې امنیت زمونږ په ګټه دی. که د فارس خلیج چې د بډایه زیرمو څخه ډک دی، انرژي ولري، باید خوندي وي، موږ ټول او حتی ټوله نړۍ به د دې امنیت له میوو څخه ګټه پورته کړي."

تېره میاشت ایران په تهران کې د روسیې سفیر احضار کړ او د متحده عربي اماراتو او مسکو د ګډې اعلامیې په غبرګون کې یې د تهران د درېیو ټاپوګانو د ادعا په اړه اعتراض وکړ.

ایرنا همداراز ویلي چې په دغو پوځي تمریناتو کې به د لومړي ځل لپاره د قدیر کروز توغندي سیسټم او د الفتح ۳۶۰ بالستیک توغندي چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دي، نندارې ته وړاندې او د ایران سمندري ځواکونو ته به وسپارل شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جولای په ۱۷ اعلان وکړ چې متحده ایالات به په منځني ختیځ کې کښتۍ او اف-۳۵ او اف-۱۶ جنګي الوتکې ځای په ځای کړي، ترڅو د ایران لخوا د کښتیو د نیولو سره مقابله وکړي.

پنټاګون دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې د جولای په لومړیو کې د ایران سمندري ځواکونو د هرمز تنګي او د عمان خلیج ته څېرمه د دوو سوداګریزو کښتیو د درولو هڅه وکړه او له دغو کښتیو څخه یې پر یوې د توپونو ډزې وکړې.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، چې ایران یوازې په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه پنځه سوداګریزې بېړۍ نیولي او تر ۱۲ ځله ډېر یې سوداګریزو کښتیو ته مزاحمت رامنځته کړی دی. اکثر دا پیښې د هرمز تنګي په شاوخوا کې شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG