د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو بریدګرو د ایران په زاهدان ښار کې د پولیسو په یو مرکز برید کړی


د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ددغه هیواد د سپاه پاسداران د قدس ځمکنیو ځواکونو د قرارګاه د عمومي اړیکو او تبلیغاتو د ادارې له قوله ویلي، چې د سیستان او بلوچستان د ولایت د زاهدان په ښار کې د پولیسو په یو مرکز د وسله والو بریدګرو برید د څلورو بریدګرو د وژل کیدو وروسته پای ته رسیدلی دی.

یو شمیر وسله والو بریدګرو د شنبې په ورځ جولای اتم (چنګاښ ۱۷) د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زاهدان په ښار کې د پولیسو په ۱۶ دفتر باندې برید وکړ.

د دغه برید وروسته د زاهدان پولیسو د برید ځای ته ټولې عځیدلې لارې د ترافیکو پرمخ وتړلې او د برید په ځای کې یې بریدګرو سره نښته پیل کړه .

د زاهدان یو څارنوال مهدي شمس ابادي د ایرنا خبري اژانس ته ویلي، چې د برید ځای ته د امنیتي ځواکونو د رسیدلو وروسته د زاهدان د پولیسو په ۱۶ حوزه کې جګړه پای ته رسیدلې ده.

هغه ویلي، چې ددې جګړې په ترڅ کې څلور بریدګر وژل شوي دي.

مهدي شمس ابادي ویلي، چې په دې نښته کې د ایراني پولیسو یو منسوب هم وژل شوی دی.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواکونو دا برید یو تروریستي برید ګڼلی دی او ویلي دي، چې وسله والو ونشو کړای، چې د پولیسو حوزې ته ننوځي.

تراوسه ددغه برید مسولیت، چې څو ساعته یې دوام درلود کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستیو کلنو کې دا وسله وال برید د ایران پر یوې امنیتي حوزې بي ساری ګڼل شوی دی.

شیراز کې د شاه چراغ پر زیارت د برید عاملانو اعدام

د ایران د تسنیم خبري اژانس د شنبې په ورځ جولای اتم ( چنګاښ ۱۷) په یو راپور کې ویلي، چې ایراني چارواکو هغه دوه کسان، چې د تیر ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په میاشت کې یې د شیراز په ښار کې د شیعه ګانو د شاه چراغ په زیات برید کړی و اعدام کړي دي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دواړه اعدام شوي کسان افغانان و.

د ایراني رسنیو د معلوماتو له مخې ددې زیارت د برید اصلي طراح د ایراني امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوی و، چې بیا د اخسیتو ټپونو له امله یې ساه ورکړې وه.

پر شاه چراغ زیات په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي و.

د شاه چراغ په زیارت د برید مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG