د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د ایران کړنې به د دغه هېواد د لا منزوي کېدو لامل شي


د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ایران له هستوي تاسیساتو څخه د نظارتي کیمرو لېرې کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې دا کار به دغه هېواد د ګوښه کېدو له نورو خطرونو سره مخامخ کوي.

نوموړي وویل چې د ایران کړنې د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون بیا احیا کول ګواښي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه چې دا ډول اقدامات به «اتومي بحران نور هم ژور کړي او ایران به په اقتصادي او سیاسي لحاظ لا ګوښه [منزوي] کړي.»

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) وویل چې د ایران له لوري د اتومي فعالیتونو د څار لپاره د لګول شویو ۲۷ کیمرو لېرې کول به له هغه هېواد سره د ۲۰۱۵ د اتومي تړون بیا ژوندي کول په ویجاړوونکي ډول زیانمن کړي.

ایران وايي دا کیمرې یې د حسن نیت په اساس نصب کړې وې خو د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې دا کار د ایران مکلفیت ګڼل کېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ایران د اتومي انرژۍ اندېښنو ته د ځواب ویلو په ځای په داسې اقداماتو لاس پورې کړی چې د اتومي تحرکاتو د پیلېدو او شفافیت د کمېدو لامل کېږي چې اغیزناک نه دي او د ۲۰۱۵ تړون د احیا کولو هلې ځلې به لا پیچلې کړي.

همدا تېره ورځ امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني له ایران څخه وغوښتل چې د اتومي انرژۍ د سازمان اندېښنو ته ځواب ووايي.

د ښاغلي جوبایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال راهېسې هلې ځلې کوي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته بېرته وروګرځي. د دغه تړون د بیا احیا کولو لپاره په ویانا کې مذاکرات کېدل.

په دغو مذاکراتو کې د امریکا مذاکره کوونکي راب مالي د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو ته وویل چې ممکن دا مذاکرات ناکام شي خو ټېنګار یې وکړ چې دوی لا هم د تړون بیا احیا کولو ته ژمن دي او که توافق وشي‌ د هغه په خبره امریکا چمتو به په ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.

د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت او په هغه هېواد باندې یې نور اقتصادي بندیزونه ولګول. ښاغلي ټرمپ ویل چې په تړون کې خلاوې شته او ګټه یې ایران ته ډېره ده.

ایران هم له دغه اقدام وروسته وویل چې د تړون ژمنې له پامه غورځوي، امریکايي چارواکي وايي ایران اوس خپل اتوم دومره غني کړي چې د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېدای شي.

خو ایران تل دا ادعا کوي چې اتومي پروګرام یې «سوله ایز» هدف لري.

XS
SM
MD
LG