د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او عراق د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې تړون وکړ


د نوي تړون په اساس به ایراني او عراقي ځواکونو په خپلو کې سره تجربې شریکوي او ګډه همکاري به کوي
د نوي تړون په اساس به ایراني او عراقي ځواکونو په خپلو کې سره تجربې شریکوي او ګډه همکاري به کوي

د ایران مطبوعات وايي تهران او بغداد د ترهګرۍ او افراطیت د ځپلو لپاره د ګډې مبارزې تړون لاسلیک کړی دی.

داسې اندېښنې شته چې شاید واشنګټن د دغه تړون په اړه اندېښنه وښيي.

د ایران رسمي اژانس ارنا وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر حسین دهقان او د عراق د دفاع وزیر عرفان الحیالي د یکشنبې په ورځ دا تړون وکړ چې په کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدونو امنیت، لوژیستیک او د سرتېرو روزنه هم شامل دي.

راپور وايي چې د تړون له مخې به دواړه هېوادونه په خپلو کې سره په پوځي او تخنیکي برخو کې هم تجربې شریکوي او ګډه همکاري به کوي.

د ۲۰۰۳ کال راهېسې چې د صدام حسین حکومت وپرځول شو، د بغداد او تهران اړیکې ښې شوې او له هماغې را وروسته په عراق کې شعیه ګان واکمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي ایران تورنوي چې په منځني ختيځ کې په روان کړکیچ لاس لري. ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د سوریې، یمن او عراق په تاوتریخوالي کې لاس لري او د شعیه جګړه مارانو ننګه کوي.

واک ته د ښاغلي ټرمپ له رسېدو وروسته د واشنګټن او تهران روابط مخ په ځوړ دي او سپینې ماڼۍ ایران د سییمې په نا ارامه کولو تورنوي.

ولسمشر ټرمپ همدا څو ورځې مخکې وویل چې د سرکښو رژیمونو لکه شمالي کوریا، ایران او سوریې له لورې نوي ګواښونه مخ په رادبره کېدو دي.

پر دې سربېره امریکايي چارواکي ایران تورنوي چې په عراق کې ملېشي روزي، پېسې او وسلې هم ورکوي. خو ایران دا تورونه ردوي او په سیمه کې د امریکا موجودیت د ستونزو اصلي علت ګڼي.

XS
SM
MD
LG