د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: عربي هیوادونه دې پر قطر فشار کم کړي


د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ۲۰۱۷ کال د جون په نهمه د بهرنیو چارو وزارت کې د قطر په اړه خبرې کولې
د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ۲۰۱۷ کال د جون په نهمه د بهرنیو چارو وزارت کې د قطر په اړه خبرې کولې

ریکس ټیلرسن چي پرون یې د بهرنیو چارو په وزارت کې خبرې کولې وویل چې د قطر امیر د ترهگرو نه د مالي ملاتړ په درولو او له هیواد نه د هغوی په شړلو کې پرمختګ کړی دی، خو هغه باید په دې برخه کې لا چټک او لا زیات اقدامات وکړي.

هغه له اړوند هیوادونو وغوښتل چې د قطر اقتصادي محاصره پای ته ورسوي او وویل "مونږ له سعودی عربستان، متحده عربي امارتو، بحرین او مصر نه غواړو چې د قطر په اقتصادي محاصرې کې نرموالی راولي، ځکه چې دا بشري عواقب لري."

ښاغلي ټیلرسن چې د ټرمپ د ادارې له خوا د عربي هیوادونو په چارو کې د یو منځګړي په توګه پیشنهاد شوی دی د خلیج د همکارۍ د شوری له هیوادونو وغوښتل چې له ترهګرۍ، تندلارۍ او تاوتریخوالي سره د مبارزې په اړه نړۍ ته خپل هوډ او ژمنه وښيي.

ښاغلي ټیلرسن وویل چې په تیرو څو ورځو کې د خلیج حالاتو د داعش پر وړاندې د متحده ایالاتو په اقداماتو اثر کړی او ستونزې یې پیدا کړې دي "دا محاصره په سیمه کې او د اسلامي دولت د ډلې پرخلاف په جګړه کې د متحده ایالاتو د پوځي اقداماتو په لاره کې خنډونه رامنځته کوي."

څیړونکي وايي که متحده ایالات په دغه شخړه کې زیات دخیل شي، نو ډیر څه له لاسه ورکولای شي.

قطر په سیمه کې د امریکا یو ستراتژیک متحد دی او د العدید په پوځي اډه کې د متحده ایالاتو تر ټولو زیات پوځي منسوبین میشت دي.

بروکینګز د څیړنیز مرکز د څیړونکي مایکل اوهنلن په وینا دا موضوع د متحده ایالاتو لپاره خورا ډیر اهمیت لري، ځکه چې د ایتلاف جنګی الوتکې په عراق او سوریه کې بمونه غورځوي، د کشف الوتکې یې اهداف معلوموي او حتی ایران او نور څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو د دفاع وزارت له هغو خبرو سره تضاد درلود چې ګني دې سیمه ایزې لانجې د داعش پرخلاف پر عملیاتو اغیزه کړې ده.

د دفاع وزارت د ښاغلي ټیلرسن څرګندونو نه وروسته یوه نوې اعلامیه خپره کړه. په اعلامیه کې راغلي دي، چې په عملیاتو کې کوم توقف یا کموالی نه دی راغلی، خو دغه وضعیت د پوځ د اوږدې مودې د پلانونو مخه نیسي.

امریکا وایي قطر دې د ترهګرۍ په اړه جدي گامونه پورته کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

د دفاع وزارت ویلي دی، که دیته اړتیا وه چې سرتیري او الوتکې یې له خلیج نه ووځي، نو یو شمیر احتمالي پلانونه لري.

د هریټیج بنسټ څیړنیز مرکز کارپوه ډګرجنرال ټامس سپور وايي چې امریکا اوس په هغه وضعیت کې نه ده چې په ۲۰۰۳ کې یې درلود. اوس په صحنه کې نورې لارې موجودې دي چې لس کاله مخکې نه وې.

خو څیړونکی مني چې حتی تر ټولو ښه احتمالي پلان ښايي په سیمه کې د ترهګرۍ پرخلاف عملیات له خنډونو سره مخامخ کړي، ځکه چې د دومره ډیرو خلکو او تجهیزاتو انتقالول د څو میاشتو موده نیسي.

بل لوري ته د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ یو ځل بیا په قطر ددې لپاره نیوکه کړې ده چې ترهګري تمویلوي.

ښاغلي ټرمپ چې پرون یې د رومانیا د جمهور رئیس کلاوس ایوهانیس سره په سپینه ماڼې کې له لیدنې کتنې وروسته په یو خبري کنفرانس کې خبرې کولی وویل "مونږ قطر د مسئولو هیوادونو په قطار کې غواړو. مونږ له قطر او د سیمې له نورو هیوادونو نه غواړو چې د ترهګرۍ په اړه لا زیات او لا چټک ګامونه پورته کړی."

ښاغلي ټرمپ او ښاغلي ټیلرسن له قطر نه دا غوښتنې په داسې وخت کې کړي دي چې د خلیج د حوزې دغه هیواد د متحده ایالاتو یو ستراتژیک متحد دی او امریکا په دې هیواد کې زیات عسکر لري.

XS
SM
MD
LG