د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له داعش سره د تړاو په تور ۱۶ ښځې بندیانې کړې


تصویر له ارشیف نه اخیستل شوی دی
تصویر له ارشیف نه اخیستل شوی دی

په تهران کې یوې محکې هغه ۱۶ ښځې په بند محکومې کړې چې له داعش ډلې سره د "​یو ځای کېدو لپاره سوریې ته تللې"​ وې.

د ایران د قضايي ځواک ویبسایټ میزان انلاین د څارنوال عباس جعفري-دولت ابادي له خولې لیکلي دي چې له دغو ښځو هغه پېسې هم اخیستل کیږي چې د چارواکو په خبره د داعش ډلې ورکړې دي.

نوموړي وویل "دغه ښځې ایران ته د داعش ډلې د ملاتړ لپاره سوریې ته تللې وې... هلته یې روزنې ترلاسه کړې او بیا په ځینو عملیاتو کې یې هم برخه اخیستې ده. دوی ایران له راتګ سره سم ونیول شوې."

رویټرز وايي له داعش سره تړلې په یوې بلې پېښې کې په تهران کې محکمې د هغو اتو کسانو قضیه هم واورېدله چې تېرکال د ایران پر پارلمان او د خامنه يي د یاد پر څلي د برید په تور نیول شوي‌ دي. د دغه برید مسولیت د داعش ډلې اخیستی دی.

ایراني چارواکي وايي د دغو بریدونو پنځه بریدګرو او یو ځانمرګي په سوریې او عراق کې د داعش په ترهګریزو مرکزونو کې روزنې ترلاسه کړې وې.

دا پر ایران د داعش ډلې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي چې ۱۸ کسان په کې ووژل شول. د دغې پېښې سره د لاس تړلو په تور ۲۶ کسان نیول شوی دي.

XS
SM
MD
LG