د لاس رسي وړ اتصالات

ایران هغه خبریاله بیا نیولې چې 'اجباري ‌حجاب نه مراعتوي'


د ایران حکومت هغه خبریاله او منتقده د حجاب نه مراعت کولو په تور بیا نیولې ده، چې څه موده مخکې د حجاب د لارښوونې څخه د سرغړونې له کبله نیول شوې او له بند څخه په ضمانت پرېښودل شوې وه.

د ایران د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې «نازیلا معروفیان په عام محضر کې د نامناسب لباس د اغوستلو او په ټولنیزو رسنیو کې په دغه لباس کې د اخیستل شویو تصویرونو د خپرولو له کبله بیا نیول» شوې ده.

د دغې خبریالې د نیول کېدو د ځای په اړه معلومات ورکړل شوي نه دي.

خو په ایران کې د سیاسي او مدني زندانیانو د دفاع کمپاین وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو په تهران کې د هغې په کور چاپه وهلې، هغه یې وهلې او ډبولې او له ځان سره بیولې ده.

نازیلا معروفیان د ایران د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د مړې شوې مهسا امیني له پلار امجد امیني سره له مرکې وروسته څو ځلې نیول شوې او بندې شوې ده.

هغه څه موده مخکې په دوو کالونو بند او د ۱۵میلیون تومان نقدي جریمې په ورکولو محکومه او پنځه کاله له ایران څخه ممنوع الخروج شوې وه.

خو نازیلا معروفیان د امنیتي ځواکونو له لوري ‌له بیا بیا نیول کېدو او وهلو او ټکولو سره سره د «اجباري حجاب» سره خپل مخالفت روان ساتلی دی.

په ۱۹۷۹کال کې په ایران کې د اسلامي انقلاب څخه وروسته ښځو ته د حجاب اغوستل جبري شول او هغه ښځې چې دا حکم نه عملي کوي نقدي جریمه کېږي او یا تر دوو میاشتو پورې په بند محکومېږي.

تېرکال د ایران پولیسو مهسا امیني د حجاب نه اغوستلو په تور ونیوله او بیا د هغوی په توقیف کې مړه شوه چې له کبله یې د رژیم په ضد په ایران کې دننه او د باندې پراخ لاریونونه او اعتراضونه وشول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG