د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي: له امریکا سره مذاکرات واضح تیروتنه ده


د ایران مذهبي مشر مشر آیت الله خامنه يي
د ایران مذهبي مشر مشر آیت الله خامنه يي

د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه يي، د شنبې په ورځ د هغه هیواد د ولسمشر حسن روحاني خبره تائید کړه چې ویلي یې دي که د هیواد د تیلو د صادراتو مخه یې ونیول شي په خلیج کې به د تیلو د صادراتو مخه ونیسي.

ښاغلي خامنه یي همداشان وویل چې له امریکا سره مذکرات تیروتنه ده، ځکه د هغه په وینا پر واشګتن باور پکار نه دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني څو ورځې مخکې ویلي وو چې د امریکا د اقداماتو په غبرگون کې چې نور هیوادونو د ایران د تیلو له اخیستلو منع کوي، تهران به د گاونډیو هیوادونو د تیلو د صادراتو مخه ونیسي.

د ایران مذهبي مشر خامنه يي د شنبې په ورځ (جولای ٢١) د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په خبرو کې ویلي، د امریکایانو په خبرو او آن پر لاس لیک يې باور نه کوي، نو له امریکایانو سره مذاکرات ګټه نه لري. ښاغلي خامنه یي ټیگار وکړ چې له امریکایانو سره مذاکرات واضح تیروتنه ده.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال د می میاشتې په پیل کې له ایران سره له اټومي هوکړې پر شا شو او وویل چې ایران د بالستیک میزایلو جوړولو او په منځني ختیځ کې د ایران ویجاړونکي ونډې د مخنیوي په برخه کې ناکام شوی دی.

د ایران له اټومي هوکړه لیک څخه د امریکا تر وتلو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې له اټومي هوکړې څخه د امریکا وتل کیدای شي په سیمه کې د بې ثباتئ لامل شي، او که چیرې ایران خپل اټومي پروګرام بیرته پیل کړي، اسراییل چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن له ستراتیژیکو متحدینو څخه دی له نویو ګواښونو سره به مخ شي.

د ایران له اټومي هوکړې څخه د امریکا د وتلو په غبرګون کې د مخالفتونو سره سره امریکا پر ایران نوي تعزیرات وضع کړل او په ورته وخت کې هڅې یې پیل کړې ترڅو خپل نړیوال همکاران قانع کړي چې پر ایران تعزیرات ولګوي، هغه تعزیرات چې د ایران په اقتصاد یې منفي اغیزه کړې ده.

بلخوا د ایران سره د اټومي ټرون نورو لاس لیک کوونکو هیوادونو فرانسې، جرمني، بریتانیا، چین او روسیې ویلي چې له دغه تړون نه نه وځي.

XS
SM
MD
LG