د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د نجونو د مسمومیت په تړاو د څو کسانو د نیولو خبر ورکړ 


د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر د سه شنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) د ښوونځي د نجونو د مسمومولو په لړ کې د لومړنیو نیونو اعلان وکړ چې په تیرو څو میاشتو کې دا هیواد ورسره مخامخ دی.

مجيد ميراحمدي د ایران دولتي تلویزيون ته وويل: "د کشفي ارګانونو د کشفي او څېړنيزو اقداماتو پر بنسټ په پنځو ولايتونو کې يو شمېر کسان نيول شوي او اړوندې ادارې يې په اړه بشپړې پلټنې کوي."

د تیر کال د نومبر له وروستیو راهیسې په سلهاو ښوونځیو کې نجونې مسموم شوي دي. نجونې زده کونکې د خپلو ښونځیو په انګړ کې د "ناخوښه" بویونو راپورړنه ورکړي چې دوی یط د ساه لنډۍ څخه نیولې د زړه بدوالي او سر دردۍ پورې علامیو سره مخ کړي دي. ځینې نجونې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د پارلمان د حقیقت موندنې د کمیټې غړي محمد حسن آصفری د دوشنبې په ورځ ایسنا خبري اژانس ته وویل، «د هیواد د ۳۱ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو او شاوخوا ۲۳۰ ښوونځیو کې دا پیښې شوي او له ۵۰۰۰ څخه زیاتې د ښوونځیو نجونې او هلکان مسموم شوي دي».

هغه وویل چې د مسمومېدو د ډول او لامل د پېژندلو لپاره بېلابېلې ازموينې روانې دي.

د مسمومیت رازونو د غوسې څپې راپارولي او له چارواکو څخه یې د اقدام غوښتنه کړې ده.

دې پیښو نړیوالې اندیښنې هم راپارولې او لویدیځ یې د خپلواکې څیړنې غوښتنه کړې ده. د مصمومیت لومړۍ قضیې د ایران د ارشاد د پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې کردۍ مهسا امیني د مړینې لږ وروسته رامنځته شوې. د مهسا امیني مړینه د ټول هیواد په کچه د لاریونونو او اعتراضونو سبب شوه.

XS
SM
MD
LG