د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه‌یي: د زده کوونکو د مسموم کولو عاملین دې په سخته سزا محکوم شي  


د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي دي که په هغه هیواد کې د زده کوونکو نجونو د مسمومولو د شک وړ پیښې ثابتې شي، عاملینو ته یې باید سخته سزا ورکړل شي.

خامنه يي د دوشنبې په ورځ مارچ ۶مه (کب ۱۵) وویل: "دا موضوع یو ستر او نه بخښونکی جنایت دی او که څوک په دې پېښه کې لاس ولري، باید عوامل او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړل شي."

په ایران کې د نومبر د میاشتې له وروستیو څخه تر اوسه د ښځینه زده کوونکو د مسمومیدو سلګونه پیښې ثبت شوي دي، چې په ځینو مواردو کې د نجونو زده کوونکو مسموم کیدل سخت وو او یو شمیر یې په روغتون کې بسترې شوي دي.

خو بیا هم دا لومړی ځل دی چې خامنه يي په دې اړه خبرې کوي. نوموړي دغه موضوع "د ټولنې د ډېرو بې ګناه عناصرو پر وړاندې يو جرم" او د ټولنې د رواني ناامنۍ او د کورنيو د اندېښنو لامل وباله.

د ایران مشر وویل: "هر څوک باید پوه شي چې که څوک د دغه جنایت د عاملینو په توګه وپیژندل شي او محکوم شي، د هغوی لپاره به هیڅ ډول بخښنه نه وي، ځکه هغوی ته باید سخته سزا ورکړل شي چې د نورو لپاره عبرت شي."

ايراني چارواکو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د زده کوونکو د مسمومیت پېښې تاييد کړي، خو د هغې د لاملونو په اړه يې جزئيات نه دي ورکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي پرون وویل چې د پلټونکو له خوا "مشکوکې نمونې" راټولې شوې دي. هغه د ایران خلک ارامتیا ته راوبلل او وویل د ایران دښمنان هڅه کوی چې وېره خپره او اسلامی جمهوریت کمزوری کړی.

د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې، له نومبر میاشتې راهیسې د ایران له ۳۰ ولایتونو څخه په ۲۱ ولایتونو او څه باندې ۶۰ ښوونځیو کې د زده کوونکو د مسمومېدو پېښې ثبت شوې دي.

په ایران کې د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د حکومت ضد مظاهرو وروسته, چې د ارشاد پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له وژل کیدو وروسته پیل شوې, ایراني چارواکو په دې د خپلواکو رسنیو په راپور جوړولو سخت بندیزونه ولګول. دې کار د نجونو د مسموم کیدو د پیښو په هکله رپوټ ورکول هم ستونزمن کړي دي.

ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې ایراني چارواکو په قم کې میشت خبریال علي پور طباطبايي چې په منظمه توګه یې د زده کوونکو نجونو د مسموم کیدو په اړه رپوټونه ورکول، نیولی دی.

هغه زده کوونکې چې مسموم شوې دي د سر درد، د زړه چټک ضربان، کمزورتیا او بې حاله کیدو څخه شکایت کوي او ځینو ویلي چې دوی د کلورین او د پاککارۍ موادو په څیر د یو بوی له حس کېدو وروسته په دې حال شوې.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل چې لږ تر لږه دوه مسمومې شوې نجونې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له کبله اوس هم په روغتون کې بستري دي، خو د مسمومېدو له امله د مړېنې کوم راپور نه دی خپور شوی.

XS
SM
MD
LG