د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي انرژۍ په یوې ودانې برید شوی 


ایراني مقاماتو د ایران د اټومي انرژۍ په یوې ودانۍ باندې د یو "ورانکاره اقدام" خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې دا برید له ماتې سره مخامخ شوی، هیڅ ډول مالي او ځاني تلفات یې ندي رامنځ ته کړي.

د ایران د ملي امنیت د شورا نشراتي ارګان "نور نیوز" د چهارشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ ۲) خبر ورکړی چې دا برید د چهارشنبې په سهار شوی او دمخه تر دې چې زیان پیښ کړي په نښه او خنثا شوی دی.

تر اوسه ددغه برید د څرنګوالي، هدف او منشا په اړه جزییات ندي خپاره شوي، خو نور نیوز پدې هکله د پلټنو د پیل کیدو خبر ورکړی دی.

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی چې دغه اټومي تاسیسات د تهران په ۴۰کیلومترۍ کې په کرج ښار کې دي.

د کرج اټومي تاسیسات په ۱۹۷۴کال کې جوړ شوي چې د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان په وینا د اټومي تکنالوژۍ څخه په استفادې د "خاورې، اوبو، کرنې او مالدارۍ محصولاتو د کیفیت" په برخه کې فعالیت کوي.

له دې دمخه د روان کال د وري میاشتې په وروستیو کې د ایران د نطنز د اټومي تاسیساتو د بریښنا په سیستم کې چاودنه وشوه چې ایراني مقاماتو هغه "اټومي تروریزم" وګاڼه.

ایراني مقامات تل اسرائیل د ایران په اټومي تاسیساتو باندې په بریدونو او ترورونو مسؤل ګڼي خو په ډیرو کمو مواردو کې اسرائیل ددې ډول بریدونو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG