د لاس رسي وړ اتصالات

حسن روحاني د اتومي موتورونو د جوړولو فرمان صادر کړ


 ایران امریکا تورنه کړه چې له هستوي تړون څخه یې سرغړونه کړې ده
ایران امریکا تورنه کړه چې له هستوي تړون څخه یې سرغړونه کړې ده

د ایران ولسمشر حسن روحاني خپلو ساینسپوهانو ته د اتومي موتورونو د تولید او هغوی ته د سونګ توکو د برابرولو فرمان صادر کړ. هستوي موتورونه هغه کښتۍ بلل کیږي چې د اتومي انرژۍ په مرستې او زور فعالیت کوي.

نوموړي دا پرېکړه له هغې وروسته وکړه چې د امریکا کانګرس پر ایران د لسو نورو کلونو لپاره د اقتصادي بندیزونو مصوبه تصویب کړه.

ولسمشر روحاني همدغه راز امریکا تورنه کړې چې له ایران سره یې د اتومي تړون څخه سرغړونه کړې ده. د نوموړي فرمان د سه شنبې په ورځ د ایران په ملي تلویزون خپور شو.

د اسوشیټډ خبري اژانس وايي ښاغلي روحاني همدغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې چې پر اتومي تړون باندې د څار کمېټې ته د ایران رسمي شکایت هم وسپاري.

دا هستوي تړون د ایران او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال لاسلیک شو. د تړون له مخې ایران به د خپل هستوي پروګرام غني کول بندوي او په بدل کې به پر هغه هېواد ټول لګېدلي اقتصادي بندیزونه لېرې کیږي.

مګر د امریکا کانګرس پر ایران د لسو نورو کلونو لپاره اقتصادي بندیزونه تصویب کړل، د کانګرس غړي وايي دا کار یې په دې خاطر کړی چې ایران بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او همدغه راز بالستیکي توغندي هم ازمايي.

تر دې مخکې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي خبرداری ورکړی و چې که امریکا دا مصویب تصویب کړي، دوی به قوي ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG