د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په سوریه یا یمن کې بحري اډې غواړي


ایران په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد او په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ضد حوثي جګړه مارانو کلک ملاتړی دی.
ایران په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد او په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ضد حوثي جګړه مارانو کلک ملاتړی دی.

تهران په سیمه کې په پراختیا غوښتنې او د مذهبی جګړو په پارولو تورن دی.

ایران شاید په سوریه یا یمن کې د خپلو سمندري ځواکونو لپاره اډې جوړې کړې، چې په سیمه کې خپل حضور زیات او پښې ټېنګې کړي.

که دا کار وشي دا به د تهران لپاره د اتومي وسلو تر لرلو هم ډېر مهم وي. دا خبره د ایران د پوځ د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په هغو څرګندونو کې راغلې ده، چې د شرق ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ خپرې کړې.

د رویټرز اژانس د راپور په اساس جنرال محمد حسین باقري ویلي "موږ په لېرې واټڼ کې اډې غواړو او شاید یوه ورځ د سوریې او یمن په سواحلو کې دا ډول اډې ولرو".

جنرال باقر وايي چې دا ډول اډې تر اتوم بمب هم ډېر ارزښت لري. هغه ویلي "ایا د لېرې واټن پوځي اډو لرل تر اتومي تکنالوژۍ کم دي؟ زه وایم دا ډول مرکزونه لسګونه ځل تر اتومي وسلو ډېر ارزښت لري".

ایران په سوریه کې د ولسمشر بشارالاسد او په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ضد حوثي جګړه مارانو کلک ملاتړی دی.

داسې ښکاري چې تهران په سیمه کې د خپل نفوذ د لا پراخولو هلې ځلې کوي چې د خپل اصلي رقیب سعودي عربستان د ممکنه ګواښونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG