د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: ایران خبر کړي وو چې خپل یورانیم غني کوي


د ایران د نتانز په اتومي بټۍ کې د یورانیمو د غني کولو پروسه.
د ایران د نتانز په اتومي بټۍ کې د یورانیمو د غني کولو پروسه.

د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وایي ایران ورته خبر ورکړی و چې یورانیم تر ۲۰ سلنې غني کوي.

د دې ادارې یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې ایراني چارواکو د پارلمان د تازه پریکړې له مخې د فردو په اتومي بټۍ کې چې د ځمکې لاندې جوړه شوې، تر ۲۰ سلنې د یورانیمو د غني کولو په هکله ورته خبر ورکړی و.

په یو لیک کي چې د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر ۳۱مه نیټه پرې لیکل شوې، دا پکې ندي ویل شوي چې ایران څه وخت تر دې کچې د یورانیمو غني کول پیلوي.

ایران د نړۍ سره په اتومي موافقې کې منلې وه چې یورانیم به تر ۳.۶۷ سلنې غني کوي او د ۴.۵ سلنې نه به نه اوړي.

خو د ایران د اتومي ساینس پوه محسن فخريزاده د وژل کیدو په غبرګون کې پارلمان یو جنجالي قانون منظور کړ چې له مخې یې ایران ته اجازه ورکول کیږي چې هر کال لږ تر لږه ۱۲۰ کیلو ګرامه تر ۲۰ سلنې غني شوي یوارنیم تولید او زخیره کړي.

پارلمان همدارنګه پرېکړه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ سازمان دې دا تفتیش دې هم بند کړي چې آیا ایران اتومي بم جوړوي که نه.

د ایران حکومت د دې اقدام مخالفت کړی و او د ایران سره په اتومي موافقې کې شاملو هیوادونو، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او برتانیې هم د ایران د حکومته غوښتي وو چې په موافقې عمل وکړي.

د امریکا برحال جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د دې موافقې نه امریکا وایستله او په ایران یې د ملګرو ملتونو لخوا ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

خو منتخب جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې ښایي واشنګټن بیرته پدې موافقې کې شامل شي.

ښاغلی بایډن د همدې روانې میاشتې په شلمه د جمهوري ریاست لپاره د وفادارۍ لوړه کوي.

XS
SM
MD
LG