د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د پارلمان مشر: روانې مظاهرې رژیم ته ګواښ دی


محمد باقر قالیباف، د ایران د پارلمان مشر
محمد باقر قالیباف، د ایران د پارلمان مشر

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې د پولیسو قید کې د ځوانې مېرمن، مهسا امیني له وژل کېدو وروسته روانې مظاهرې حاکم رژیم ته په يوې ننګونې بدلېږي او له پولیسو یې غوښتي چې د عامه نظم له ګډوډونکو سره جدي چلند وکړي.

ښاغلي قالیباف د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲ (تلې لسمه) د پارلمان د جرګې عمومي غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې په ایران کې د ښوونکو او متقاعدینو پخوانۍ مظاهرې د معاشونو او ځینو نورو مسایلو په اړه په قانون کې اصلاحات غوښتل، خو روانې مظاهرې د هغه په خبره، ټولنه ناامنه کوي او د حاکم رژیم نسکورول غواړي.

هغه روانې مظاهرې په ایران کې د ۲۰۰۹ کال له عمومي اعتراضونو سره هم پرتله کړې او وېره یې وښودله چې له دې امله ښايي د ایران پر ولس نړیوال فشارونه نور زیات شي. هغه وویل: "هغه څه چې په ۲۰۰۹ کال کې پېښ شول چې له مخې یې دښمن زموږ پر وړاندې د زیاتو بندیزونو لګولو ته وهڅول شو، پداسې حال چې له ایران سره یې پر یوې معاملې هوکړه کوله."

قالیباف د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو پخوانی قوماندان دی او د ولسمشر او د عدلیې د رییس ترڅنګ ددغه هېواد په ټولو مهمو مسایلو کې د تصمیم نیولو په برخه کې مهم رول لري.

د پولیسو په قید کې د ځوانې نجلۍ مهسا امیني له وژل کېدو وروسته، په ایران کې د تیرو دریو اونیو راهیسې د روانو پراخو اعتراضونو په لړ کې، ټولنیزې شبکې او دولتي رسنۍ وایي چې پولیسو د یکشنبې په شپه د تهران د شریف پوهنتون له معترضو محصلینو سره اخ و ډب کړی دی.

راپورونو وښودله چې د شریف تکنالوژۍ پوهنتون زیات شمېر محصلین د موټرو په یوه تمځای کې را ایسار شوي او امنیتي پرسونل یې د ایستلو هڅه کوي. په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د ډزو غږونه اورېدل کیږي او معترض محصلین له دغه ځایه د تېښتې هڅه کوي.

دا مظاهرې د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د مهسا امیني د جنازې له مراسمو وروسته پیل شوې. د ولس نارضایتي اوس چارواکو ته په یو لوی سرخوږي بدله شوې او ډیری خلک د لسیزو اخوندي اسلامي قانون چې د ۱۹۷۹ کال راهیسې واکمن دی، د لغوه کولو غوښتنه کوي.

مهسا امیني کردۍ وه او دغه مظاهرې هم په سر کې د ایران په شمال لویدیځ کې د عراق پولې ته نږدې له کردي میشتو سیمو پیل شوې او وروسته ددغه هېواد نورو برخو ته پرخې شي او د نورو توکمونو او ډلو غړو هم پکې ګډون پیل کړ.

د ایران په اکثره ښارونو کې دا مظاهرې زیاتره د شپې له خوا کیږي او مظاهره چیان له ښځو سره د ایران د حکومت پر چلند په غوسه دي. په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې په روانو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۹۲ اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG