د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مالیې وزیر: پر ایران د 'سوئیفټ' بانکي خدمتونه قطع کېږي


پر ایران د امریکا د ټولو اقتصادي بندیزونو د پیل نه تقریباً یوه اوونۍ وروسته د امریکا د مالیې وزیر وویل چې ډېر ژر به د بانکونو ترمنځ د سوئیفټ د شبکې تبادله د ایران د مرکزي بانک او هغو مالي بسنټونو سره چې بندیزونه پرې لگول شوي په بشپړه توګه قطع شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزیر سټیفن منوچن، په ټویټر کې لیکلي چې د سوئیفټ شبکه خپل خدمتونه د ایران مرکزي بانک او د هغه هېواد تحریم شویو مالي بنسټونو سره قطع کوي.

ښاغلي منوچن زیاته کړې چې "سوئیفټ د نړیوال مالي نظام د یووالي لپاره د سم تصمیم نیولو په حال کې دی."

د ایران د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا د بندیزونو وروستی پړاو د دوشنبې د ورځې (نوامبر ٥) د سهار راهیسې په رسمي توګه پیل شوي دي.

​امریکایي مقامات ایران د اټومي وسلو د جوړولو په هڅه، د ترهګرۍ نه په ملاتړ او په سیمه کې د بې ثباتۍ په رامنځ‌ته کولو تورنوي، خو ایران دغه ډول تورونه بې بنسټه ګڼي او هغه ردوي.

دغه نوي بندیزونه به همداشان د ایران مرکزي بانک او د دې هېواد سمندري ترانسپورټ او د بېړیو جوړولو سکټور په نښه کړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې اتو هېوادونو ته د لنډمهال لپاره له ایران نه د تېلو د اخیستلو اجازه ورکړل شوې چې دوی ورو ورو ددغه هېواد پ تېلو باندې خپله تکیه راکمه او اخیسته یې بنده کړي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت دا هم وایي چې افغانستان به د ایران نه د تېلو وارداتو ته هم دوام ورکړي.

امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو په ایران کې د هند پرمختیایي پروژه د چابهار بندر په ایران د بندیزونه نه مستثنی اعلان کړی دی چې د افغانستان د اقتصادي ودې سره مرسته وشي.

چابهار بندر
چابهار بندر

د چابهار بندر نه د افغانستان پورې د اورګاډې د پټلۍ غځول به هم د بندیزونو نه مستثنی وي چې جنګ ځپلي افغانستان ته پرې د خوراکي موادو او درملو لېږل ممکن وي.

د امریکا د بهرنو چارو وزارت رویټرز ته په یو ایمیل کې لیکلي دي"دغه فعالیتونه د افغانستان د پرمختګ او د بشري مرستو لپاره ضروري دي."

XS
SM
MD
LG