د لاس رسي وړ اتصالات

د ټوکو تیلیفون او د امریکایي پوځیانو د تلفاتو په اړه د ایران ادعا


د ایران دولتي تلویزیون د هغه څه په خپرولو چې ویل کیږي د ټوکو یوه تیلیفوني مکالمه به وي، غواړي په عراق کې د امریکایانو په اډو باندې شوي برید کې د امریکايي پوځیانو مرگ ژوبلې په اړه خپلې ناسمې ادعاوی ریښتیا ثابتې کړي.

پدغه تیلیفوني تماس کې چې د سي سپن د تلویزیوني شبکې سره شوی، یو کس چې ځان آلن معرفي کوي په ایراني لهجه داسې څرگندوي چې گواکې ځوی یې د امریکا په پوځ کې دنده لري او د ایران له برید وروسته بې درکه شوی.

دغه شخص هڅه کوي چې ځان ژړغونی وښیي، بیا د امریکا پر جمهور رئیس دونالد ټرمپ لعنت وایي.

ددغې امریکایي تلویزیوني شبکې ویاند ویلي چې په خپرونه کې آزاد تیلیفوني تماسونه نشي کولای چې ددغه تیلیفون اصلیت تائید کړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د تلویزیوني شبکې ویاند د امریکا سي سپن شبکې د واشنگټن ژورنال د خپرونې ددغه برخې په خپرولو سره ویلي چې: "د یو امریکایي تروریست سرتیري پلار" منلي چې ځوی یې پر الاسد اډې باندې د برید وروسته بې درکه شوی دی.

د تلویزیوني خپرونې دغه برخه د ایران نه بهر اوسیدونکو ایرانیانو ترمنځ لاس په لاس گرځي.

یو شمیر هغه د امریکایي تلفاتو د پټولو لپاره د امریکا د هڅې بربنډول گڼي او یو شمیر نور پر هغې خاندي او وایي چې یو امریکایي چې قوي ایراني لهجه لري ادعا کوي چې ځوی د ایران د برید په ترڅ کې ورک شوی دی او بیا پر جمهور رئیس ټرمپ لعنت وایي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا جمهور رئیس ویلي وو چې د ایران په برید کې هیڅ کوم پوځي ته تاوان ندی رسیدلی. همداشان نن د امریکا د متحده ایالاتو پوځ ویلي چې په عراقي پوځي اډو په برید کې چې امریکایي سرتیري په کې میشت دي، ١١ امریکایي سرتیري د دماغي زیانونو په وجه په روغتون کې بستر شوي.

XS
SM
MD
LG