د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د پوځ د "هوافضا" ځواک دوه غړي وژل شوي دي


د سپاه پاسداران د فضایي او هوایي ځواکونو دوه وژل شوي غړي
د سپاه پاسداران د فضایي او هوایي ځواکونو دوه وژل شوي غړي

ایراني رسنیو ددې هیواد د دفاعي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی چې د سپاه پاسداران د "هوافضا" ځواک دوه غړي په دوو ځانګړو پیښو کې د دندې پرمهال وژل شوي دي.

د ایران د فارس رسمي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) رپوټ ورکړی چې د سپاه پاسداران ایران د هوایي او فضایي ځواک یو غړی علي کماني په خمین او د سمنان د هوایي-فضایي ځواک کارکوونکی محمد عبدوس، په سمنان کې د دندې د ترسره کولو پر وخت وژل شوي دي.

د سپاه پاسداران هوایي-فضایي څانګه د مختلفو هوایي جنګي وسلو او تجهیزاتو د تولید او پراخولو مسولیت لري چې پوځي الوتکې، میزایل او ډرونونه په کې شامل دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران د عامه اړیکو د برخې د اعلامیې په اساس رپوټ ورکړی چې ۳۳ کلن علي کماني د وظیفې پر وخت "د موټر چلولو په پیښه" کې وژل شوی دی.

د ایران د دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ددې وزارت کارکوونکی محمد عبدوس، د یکشنبې په مازدیګر "د سمنان په عمومي ساحه کې د ماموریت د ترسره کولو پر وخت" خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ایراني مقاماتو تر دې دمخه اسرائیل د ایران د اټومي تکنالوژۍ د پوهانو او پوځي څیرو په وژنه تورن کړی دی.

شاوخوا درې اونۍ مخکې صیاد خدایي د تهران په ختیځ کې د خپل کور بهر د دوو موټر سایکل سپرو د ډزو په نتیجه کې ووژل شو. سپاه پاسداران ددغه برید د غچ اخیستنې په ژمنې سره وویل چې "صهیونیستانو" په دغه پیښه کې لاس درلود.

د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې صیاد خدایي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک غړی و، چې په سوریه کې مشهور و؛ هغه ځای چې هغه په کې د پوځي مشاور په توګه کار کاوه.

ددغې پیښې څخه یو څه وروسته د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې اسرائیل متحده ایالاتو ته ویلي چې پر خدایي باندې په برید کې یې لاس درلود.

څه وخت مخکې د سپاه پاسداران ځواکونو د راکټونو او ډرونونو د پراختیا متخصص ایوب انتظاري ومړ. که څه هم یو شمیر ایراني رسنیو د انتظاري مړینه مشکوکه وګڼله، د هغه هیواد رسمي دفاعي منابعو وویل چې هغه د "غذایي تسمم" په وجه مړ شوی دی .

XS
SM
MD
LG