د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، بریټانیا، فرانسه او جرمني ایران ته: د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره همکاري وکړئ


متحدو ایالتونو، بریټانیا، فرانسې او جرمني د چهار شنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) له ایران څخه وغوښتل چې خپل قانوني‌ تعهدات عملي کړي‌ د اټومي انرژۍ له نړیوال آژآنس سره همکاري وکړي.

یاد هیوادونو وروسته له هغه له ایران څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د یو پریکړه لیک په تصویب سره په رسمي ډول له تهران څخه شکایت وکړ.

ددغو څلورو غربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د یوې مشترکې بیانیې په خپرولو سره د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د اټومي فعالیتونو په ګډون د مهمو مسایلو په برخه کې د ایران د نیمګړو همکاریو په اړه د یاد سازمان د پریکړه لیک هرکلی وکړ.

په بیانیه کې زیاته شوې، د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس د مدیرانو شورا چارواکو د چهار شنبې په ورځ د رایو په اکثریت سره ایران ته یو روښانه پیغام واستاوه چې باید په خپلو نظارتي تعهداتو ودریږي او په دې اړه د اعتبار وړ توضیحات ورکړي.

د ایران رقیب هیواد سعودي عربستان هم په یوې جلا بیانیه کې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس له پریکړه لیک څخه هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې ایران باید په خپلو تعهداتو عمل وکړي او د پاتې اټومي مشکلاتو د هواري‌ په برخه کې له یاد سازمان سره همکاري وکړي.

دیپلوماتیکو سرچینو د چهار شنبې په لومړیو کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د یو پریکړه لیک په تصویب سره د ملګرو ملتونو له اټومي څارونکو سره د ایران په نه همکارۍ په رسمي ډول انتقاد وکړ.

متحدو ایالتونو، جرمني، بریټانیا او فرانسې له دې اقدام څخه ملاتړ کړی خو روسیې او چین ویتو کړی دی. دا لومړی ځل دی چې پر ایران د ۲۰۲۰ کال د جون میاشتې راهیسې انتقاد کیږي.

د ایران غبرګون

ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د پریکړه لیک له تصویب څو ساعته مخکې، په خپلو اټومي بټیو کې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس یو شمیر څارونکي کمرې بندې کړې.

تهران ندي ویلي‌ چې څومره کمرې یې بندي کړي خو زیاته کړې یې ده چې ۸۰ سلنه دغه نظارتي کمرې فعالې دي او دا فعالیت دوام لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې خبرداری ورکړ چې یاد پریکړه لیک په بیړه، غیر متوازن شکل او د درواغو او ساختګي معلوماتو پر اساس جوړ شوی چې د ایران او یاد اژانس ترمنځ به د همکاریو د بهیر د کمزوري کیدو پرته بل څه رامنځ ته نکړي.

په بیانیه کې زیاته شوې، ایران د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس ددې اقدام په وړاندې متقابل اقدامات کړي دي چې د پرمختللو سانترفیوژونو لګول او د نظارتي کمرو لیرې کیدل یې بیلګې دي.

وروسته له هغه چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د ایران په دریو هغو اټومي مراکزو کې چې اټومي فعالیتونه پکې منع وو، د یورانیمو د بډای کیدو د نښو د موندل کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه، ایران د اټومي انرژۍ ادارې دغه اقدامات کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران دا اقدام د خواشینی وړ او د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احيا کیدو په وړاندې غیر موثر بللی دی.

XS
SM
MD
LG