د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکايي اتباعو له ازادولو وروسته د خپلو ۷میلیارد شتمنیو پرېښودو ته منتظر یو 


دا مهال به ایران باندې کلک اقتصادي بندیزونه لګول شوي
دا مهال به ایران باندې کلک اقتصادي بندیزونه لګول شوي

د ایران دولتي‌ رسنۍ وايي چې د ایران له زندان څخه د امریکايي اتباعو باقر نمازي او د هغه د زوی سیامک نمازي له خوشې کولو وروسته اوس تهران د خپلو ۷ میلیارد ګنګل شویو ډالرو پرېښودو ته انتظار کوي.

ملګري ملتونه وايي چې ایران ۸۵ کلن باقر ته اجازه ورکړې چې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شي او همدغه راز د هغه ۵۰ کلن زوی سیامک یې هم په تهران کې له زندان څخه خوشې کړی دی.

باقر نمازي د یونیسف ادارې پخوانی چارواکی و چې په ۲۰۱۶ کې په ایران کې توقیف شو. هغه تهران ته تللی و چې د خپل زوی د خلاصون، چې د ۲۰۱۵ د اکتوبر په میاشت کې نیول شوی و، هلې ځلې وکړې.

د ایران حکومت دوی دواړه د جاسوسۍ په تور په لسو-لسو کالونو زندان محکوم کړي وو. باقر نمازي په ۲۰۱۸ کې د درملنې لپاره پرېښودل شوی و خو د خپل بند موده یې په کور کې تېروله.

د ایران دولتي اژانس ارنا وايي: «د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د بندیانو د پرېښودو د خبرو له نهايي کېدو وروسته، د ایران ۷ میلیارد ګنګل شوې سرچېنې به پرېښودل کېږي.»

د فرانسې خبري اژانس همدغه راز د ارنا د راپور په اساس لیکلي: «واشنګټن به هم په تهران کې د خپلو اتباعو د پرېښودو چارې تعقیبوي او هم به په جنوبي کوریا کې د ایران د شتمنیو پرېښودل تعقیبوي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د باقر نمازي د پرېښودو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ خوشحال یو چې د ملګرو ملتونو له سکرتر-جنرال څخه مو واورېدل چې ایران په باقر نمازي باندې لګول شوی بندیز لېرې کړی دی»

ښاغلي پرایس زیاته کړې ده چې دا پلار او زوی په «بې انصافۍ توقیف» شوي وو او زیاته یې کړه:«زموږ هلې ځلې لا ختمې نه دي، موږ په ایران او نورو ځایونو کې د بې انصافۍ په اساس د نیول شویو ټولو امریکایانو خوشې کولو [ازادۍ] ته ژمن او مصمم یو.»

د خوشې شویو کسانو مدافع وکیل جارید جنسر ویلي دي چې ښاغلی سیامک په تهران کې له خپل مور او پلار سره دی او څو کاله وروسته سره یو ځای شوي دي.

د ایران میلیاردونه ډالر شتمنۍ په ۲۰۱۸ کې له هغه وروسته ګنګل شوې چې د امریکا متحده ایالتونه له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت، هغه وخت د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ ویلي وو چې په تړون کې خلاوې شته او ایران ته یې ډېره ګټه رسېږي.

له دغه اقدام وروسته امریکا په ایران باندې نور بندیزونه هم ولګول. د راپورونو په اساس، د چین، جنوبي کوریا او جاپان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ایران میلیاردونه ډالر ګنګل شوې دي.

دا بندیان داسې مهال خوشې کېږي او ایران داسې مهال د خپلو شتمنیو د پرېښودو ته خوشبین شوی چې له ۲۰۲۱ کال راهېسې د امریکا او ایران ترمنځ په غیر مستقیم ډول خبرې اترې روانې دي چې د ۲۰۱۵ اتومي تړون بیا احیا شي.

XS
SM
MD
LG