د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دی


ایراني رسنیو د چهار شنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله وویل چې تهران له متحدو ایالتونو سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دی.

نیمه رسمي خبري رسنۍ فارس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني په قول لیکلي چې د جمهور رئیس بایډن له حکومت څخه یې غوښتي دي "د تیاتري نندارو پر ځای اقدام وکړي."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ اګست ۱۶ د ایراني الاصله امریکایي سیامک نمازي د قضیې په اړه د پاملرنې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نمازي د " ۲۵۰۰ ورځو لپاره په ناحقه بندي دي."

بلینکن پر یو ټویټ لیکلي:" موږ ژمن یو چې د هغه آزادي تامین کړو او ډاډ ترلاسه کړو ټول هغه امریکایان چې په ناحقه د ایران له خوا بندیان دي، د هغه د پلار باقر په ګډون، کور ته ستانه شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وایي امریکايي لوری په دې باور دی کوم کسان چې له ایران سره بندیان دي" د سیاسي کړیو په توګه، احتمالا د ایران د رژیم له خوا... د فشار او نورو امتیازاتو د ترلاسه کیدو د هڅې په خاطر."

ښاغلي پرایس زیاته کړه، دا یو منفور عمل دی. داسې یو عمل دی چې امریکا یې په هر ځای او هر چیرې چې ترسره کیږي، غندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د امریکایي بندیانو د خوشي‌ کیدو هڅې د ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته د تهران د ستنیدو لپاره د روانو هڅو سره تړلي ندي.

د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته د ایران د ستنیدو هدف د بندیزونو د کمیدو په بدل کې د ایران د اټومي فعالیتونو محدودیدل دي.

ښاغلي پرایس د اګست ۱۶ (زمري ۲۵) وویل، د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو په هدف د اروپايي ټولنې په منځګړتوب د وروستي پیشنهاد په اړه د ایران د ځواب په مطالعه بوخت دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وویل له اروپايي ټولنې څخه یې د ایران اسناد ترلاسه کړي او له اروپايي متحدینو سره به د واشنګټن ځواب شریک کړي.

د ایران رسمي خبري رسنۍ ارنا د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې تهران اروپايي ټولنې ته خپل ځواب ورکړی او د نورو خبرو د نه کیدو په اړه د خبرداري سره سره به تهران د اروپايي ټولنې وړاندیز ونه مني.

دغې رسنۍ زیاته کړې: " تفاوتونه په دریو موضوعاتو دي کوم چې متحدو ایالتونو د دوو مواردو په اړه په شفاهي ډول نرمښت ښودلی دی خو دا باید په متن کې ورزیات شي."

ارنا زیاته کړې چې درېیم مورد د قرار داد د دوام د تضمین په اړه دی چې هغه هم د متحدو ایالتونو د واقعبیني پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG