د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د هند په سمندر کې د ډرون الوتکو تمرینات کړي


پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) سعودي عربستان ته تللی چې د ایران سره د مقابلې کولو لپاره د عربي متحدینو ملاتړ تر لاسه کړي، په ایران کې چارواکو ویلي چې د دې هیواد بحري ځواکونو د هند په سمندر کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو نظامي تمرینات کړي.

د ایران په دولتي تلویزیون کې دا ندي ویل شوي چې پدې نظامي تمریناتو کې څومره بې پیلوټه الوتکو، کښتیو او اوبتلونو برخه اخیستې وه خو دومره پکې ویل شوي چې په یوې کښتۍ کې ۵۰ ډرون الوتکې بار شوې وې.

ایران پداسې حال کې د دې نظامي تمریناتو خبره کوه چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان تیره دوشنبې جولای ۱۱ وویل واشنګټن پدې عقیده دی چې ایران روسیې ته د څو سوو ډرون الوتکو د ورکولو لپاره چمتووالی نیسي.

ښاغلي سلیوان همدرانګه ویلي چې ایران داسې بې پیلوټه الوتکې روسیې ته ورکوي چې د وسلو د لیږد وړتیا لري او دا چې ایران روسي ځواکونو ته د دې ډرون الوتکو څخه د کار اخیستو په خاطر د روزنې ورکولو ته هم تیاری نیسي.

خو د ایران دولتي مطبوعاتو د جمعې په ورځ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر حسین عبداللهایان د خپل اوکرایني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې رد کړلې او هغه یې بې اساسه وبللې.

د ایران د دولتي مطبوعاتو په راپور کې راغلي، "د سلیوان دا تورونه بې اساسه دي چې د ایراني ډرون الوتکو څخه به د اوکراین په جګړې کې کار اخیستل کیږي".

د اوکراین په جګړې کې د روسیې سره د ایران د احتمالي ملاتړ دا څرګندونې داسې وخت کې کیږي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د منځني ختیځ په سفر تللی.

جوبایډن او د اسرائیل صدراعظم یاییر لاپیډ د پنجشنبې په ورځ یو ګډ تړون لاسلیک کړ چې ایران پرېنږدي اتومي وسلې ترلاسه کړي. دا تړون د امریکا او اسرائیل ترمنځ د یووالي څرګندونه کوي. امریکا او اسرائیل تل د ایران د اتومي وسلو د پروګرام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د اسرائیل صدراعظم لاپیډ له ښاغلي بایډن سره تر ملاقات وروسته وویل چې هېڅ مسلح ایراني به اتومي وسله ونلري.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ویلي دي که واشنګټن هر «ډول تېروتنه» وکړي، تهران به یې «سخت ځواب » ووايي.

متحده ایالاتو او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره اتومي موافقه پدې شرط لاسلیک کړې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیت محدود کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې پرته لدې چې د پدې تړون کې د نورو هیوادونو سره سلا مشوره وکړي، په یو اړخیزه توګه د تړون څخه ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول.

ایران بیا د امریکا د دې اقدام په ځواب کې نه یوازې د یورانیمو د غني کولو کچه لوړه کړله بلکې د غني شویو یوارنیمو ذخیره یې هم لوړه کړله.

خو د متحده ایالاتو اوسني جمهور رئیس جوبایډن ویلي چې غواړي بیرته د دې موافقې سره یو ځای شي او وایي چې د ایران سره د معاملې تر ټولو غوره لار همدا ده

XS
SM
MD
LG