د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د هیڅ یو ملک خلاف جنگ نه کوو


د ایران ولسمشر وایي چې هغوي د یو ملک خلاف هم د جنگ نیت نه لري او امریکا غواړي چې ایران منزوي کړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا د دفاع د وزارت د سرپرست پیټرک شناهن د هغه اعلان په غبرگون کې چې وایي منځني ختیځ ته د ایران د خط‏ر نه د خپلې دفاع په خاطر زر تنه نور عسکر استوي، ویلي دي چې هغوي د چا ضد جنگ نه کوي.

د هغه نه وروسته چې په خلیج اومان کې د تیلو دوه ټانکرونه تباه کړل شول او امریکا د دغې حملې مسول ایران وگرځاوه، د دواړو ملکونو اړیکې نورې خرابې شویدي.

نن پنټاگان د اومان د ټانکرونو د بریدونو په اړه ځینې شواهد هم خپاره کړیدي. پنټاگان تور لگوي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عسکر د تیلو د یو ټانکر نه بارودي سورنگ لیري کوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په یوې تازه مرکې کې ویلي دي چې امریکا د ایران د منزوي کولو کوښښ کوي خو په دغه کوښښ کې ناکامه شویدی. هغه زیاته کړه چې ایران به په هیڅ یو هیواد هم برید نه کوي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنو چارو وزیر سرگي لاروف امریکا ته خبرداری کړیدی چې سیمې ته د نورو عسکرو استولو نه ډډه وکړي. هغه وویل د امریکا دغه اقدامات پاروونکي دي.

سرگي لاروف وویل روسیې امریکا او متحدینو ته پرله پسې خبرداری ورکړیدی چې په دغه سیمې کې دې حالات نه خرابوي.

XS
SM
MD
LG