د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانگرس پر سعودي د وسلو د خرڅولو مخنیوی کوي


د امریکا کانگرس
د امریکا کانگرس

تمه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس په روانه اونۍ کې پر سعودي عربستان باندې د امریکا د پوځي وسلو د خرڅلاو پر ضد رایه ورکړي.

امریکایي وکیلان په سعودي عربستان کې د بشري حقونو د سابقې، د یمن په جگړه او د ژورنالیست جمال خاشقچي په وژنه کې ددې هیواد د رول لرلو په خاطر په غوسه دي.

پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندې د پوځي وسلو د خرڅلاو قراردادونه اته میلیارد ډالره ارزښت لري.

د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ ادارې هڅه کوله چې د اضطراري حالت د اعلان له لارې د ایران د گواښونو د خنثا کولو لپاره د کانگرس له خوا ددغو قراردادونو د څیړلو مخنیوی وکړي.

جمهوري غوښتونکی سناتور لندسي گراهام، وایي سعودي سره اړیکې خرابې شوي دي: "د سعودي عربستان سره اوسنۍ اړیکې د امریکا لپاره سمې ندي...تر هغه چې په سعودي عربستان کې وضعیت بدل نشي ددغې موضوع لمن به خوشې نکړو."

دموکرات سناتور کرس مورفي وایي په ترکیه کې د عربستان د ځانگړو مامورینو له خوا د واشنگټن پوست د لیکوال جمال خاشقچي قتل د اړیکو د خړپړتیا سبب شو.

هغه زیاته کړه: "څه ډول متحد، د خپل هیواد یو اوسیدونکی یرغمل کوي، هغه قونسلگرۍ ته راوړي، ټوټه ټوټه کوي یې او بیا یې ورکوي. هغه هیوادوال چې غوښتل یې حفاظت یې وکړو. د [سعودي عربستان سره] ددې اتحاد سرنوښت بربنډ شوی دی."

څو میاشتې وروسته له هغې چې د سنا مجلس په ډير مشکل سره د سعودي په مشرۍ د یمن په خونړۍ جگړه کې د امریکا د ملاتړ د پای ته رسولو پریکړه لیک تصویب کړ، دا ځل به دغه مجلس پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندې د بمونو او رهبري شویو مهماتو د خرڅلاو پر ضد رای ورکوي.

XS
SM
MD
LG