د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: نړۍ باید د ایران اټومي فعالیتونو ته تسلیم نشي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا ټومي فعالیت له امله د ایران سرزورۍ او زور ویلو ته تسلیم نشی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالي تیره اوونۍ وروسته له هغه زیات شول چې د عمان په خلیج کې د تیلو پر دوو ټانکرونو برید وشو. متحدو ایالتونو ایران مقصر وباله خو تهران دا ادعا رد کړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني هیواد یې له هیڅ هیواد سره د جګړې غوښتونکی ندی خو د هغه په وینا تهران به د امریکا د فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي.

ښاغلي روحاني سه شنبې په ورځ د ( مې په ۱۸ ) وویل:" موږ له هیڅ ملت سره جګړه نه کوو. زموږ مقابل طرف یو تعداد کم تجربه سیاستوال دي. د ایران ټول ملت یو موټی دی او په دې مبارزه کې حضور لري."

تهران د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جون په ( ۲۷ نیټه ) به د ۲۰۱۵ کال نړیوال قرار داد پر اساس د ۳۰۰ کیلوګرام یورانیمو د تولید لپاره ټاکل شوي حد ته پام کې ونکړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاټریک شناهن د جون په اولسمه نیټه منځني ختیځ ته د شاوخوا زرو نورو سرتیرو د استولو اعلان وکړ ، خو زیاته یې کړه چې دا اقدام دفاعي اهدافو لپاره دی.

ټاکل شوېده مایک پمپیو تیره اوونۍ پر دوو ټانکرونو د برید د غچ اخیستو په هدف نن د جون په اتلسمه نیټه منځني ختیځ ته د ډیرو سرتیرو د استولو په اړه د امریکا له نظامي چارواکو سره وګوري.

بلخوا په نویو خپرو شویو تصویرونو کې، د امریکا په وینا د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د جاپان د تیلو د لیږدونکي بیړۍ له یوې برخې څخه نه چاودیدونکی ماین لرې کوي.

د جاپان د تیلو پر ټانکړ د برید تصویر
د جاپان د تیلو پر ټانکړ د برید تصویر

په بل تصویر کې معلومیږي چې ماین په کوم ځای کې ایښودل شوی وو. دریم تصویر یو لوی سوری ښکاره کوي چې د پنټاګون په وینا دا ممکن د ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوی وي.

د تیلو په لیږدونکې بیړۍ د برید بل تصویر
د تیلو په لیږدونکې بیړۍ د برید بل تصویر

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت له ایران سره اټومی تړون نه ووت او پر هغه هیواد یې شدید بندیزونه ولګول، د امریکا دا عکس العمل ایران د مشرانو د قهر لامل شو.

ایران تیره میاشت خبرداری ورکړ که بریټانیا، چین ، فرانسه، جرمني او روسیه چې د ۲۰۱۵ کال د قرار داد نور غړي هیوادونه د تهران د تیلو پر خرڅلاو امریکا د بندیزونو د لري کیدو په برخه کې مرسته ونکړي دا هیواد به د ۲۰۱۵ کال د نړیوال قرار داد له مخې د یورانیمو پر غني کیدو او درندو اوبو لګیدلو محدودیتونو ته پام ونکړي.

اسرایلو د ایران له خوا د اټومي قرار داد د نقض کولو په صورت کې پر ایران د ډیرو بندیزونو غوښتنه کړې.

خو روسیې دفاع کړې او ویلي دي نړیوالو څیړونکو په وروستیو کې ویلي چې تهران په بشپړ ډول د نړیوال قرار داد تعهداتو ته ژمن پاتې شوی دی.

بریټانیا، جرمني او فرانسې ایران ته د ۲۰۱۵ کال د قرارداد د نقض کیدو په اړه خبرداری ورکړی.

XS
SM
MD
LG